د بوس و کنار ..رموز او اسرار .... له دیوان د بابا جانه څخه
اول زړه ښه کړه د یار
ښه په بوس و په کنار
بیا له پسه که پوهیږې
و صحبت ته شه تیار
په ورو ورو لزت اخله
ښوریده کړه په وار وار
دشهوت په توئیده کې
په تعجیل شه په تلوار
چې فارغ شې له شهوته
په سینه یه شه قــرار
د خپل یار مقصود پوره کړه
د خپل یار اوسه غمخوار
خوله یه پاس کیږده په شونډو
شکلوه یه ګــــــل عــــــزار
په هفته کې یو صحبت کړه
که هر څو یه قــــــوت دار
مکـــــرر صحبت بلا دے
ستا به اوباسی دمـــــار
سړیتوب بویه په کار کې
عادت مکړه د حمـــــار
دغه ځاے لکه کوهے دے
پکې مه شه نګونســار
که شهوت په امساک بند کړې
په سوزاک به شې بیمار
تل شوده پئی د بزو خوره
یا د غوا څښه په بهــــار
ورسره میده لونګ کـــړه
له شودو پیو شه ځار
مه معجون خوره مه څه نور څه
د ځان مـــــــــه غواړه ازار
تل ثرید خوره د ښو پسونو
وره څــــه خــــــو اچـــــار
دپیازه د چـــــرګو هم خوره
نور به څه وایم بســــــیار

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.