Skip to main content

Khushal baba kalam. Ghazal

خوشال بابا 

ما خوب لیده په  خدایږو چې زه ته سره پخلا یو 
خوژے.خوژے خبرے د زړه حال یو بل ته وایو 

له ما سره  کتاب وی پکې واړه غزلونه
له تا سره  مینا و ي دګلزار په تماشا یو

لاس تر لاس نیولي سره ګرځو کینو پا څو
خپله خوشالي هوا هوس کړوپه خندا یو 

پیاله کړې راته ډکه زه یې ستا له لاسه واخلم
دشونډوبوسه راکړې بیا په نوره تقاضایو

مطرب راته له ورایه په تارونو لیندۍ ایښی
په بم په زیر جاروزي موږ یې محوه په نوایو

ته کل واړه خوبي لرې زه واړه کامرانۍ 
ښادۍ ته مخامخ یو  غم او اندوه ته شاه په شاه یو 

ناګاه له دغه خوبه دسحر په وخت راویښ شوم
نه ته وي نه دې وصل زه داکار سره جدایو 

څو پایم په دنیا کې دچا کار راسره نشته
یو زه یم یو دې غم دی سره دواړه خوا په خوایو

خوشال یوازې نه دی څو په ملک کې عاشقان شته 
په خواب په بیدارۍ کې سره واړه باد پیما یو


Comments