خوشال خان بابا
تلم پهٔ خپله لار راسره مله شوه نګاره
شوخه، غمزه ګره، خنده رویه، خودآرا
رنګ یې د سړۍ وهٔ اما خوی د ښاپېرۍ
تن یې لکهٔ سیم، زڼګی یې سخت، سنګ خارا
راغلم پهٔ ښهر، لاس پهٔ لاس شوه له ما ورکه
کوی پهٔ کوی جار وزم، پسې غواړم بخارا
ډېرې لري نخښې، د صورت د زیبایۍ
څخو درته وایم یو څو نخښې آشکارا
دنګه، تازه، کنګه، قد عرعره ، مو کمره
ښهٔ یې د ګلابو تر ګلونو عذارا
غاښ یې دُر ګوهر، پهٔ لب شکر، ابرو کمان
تور باڼه ناوک، پهٔ دواړو سترګو خونخوارا
پوزه یې غنچه د زنبق، سېب یې سپینه زنیې
مښک د مخ خالونه، پهٔ مخ کښلیې مهپارا
هار د جواهرو، دوې لړۍ د مرغلرو
تور وربل اوودلې، زلفې عنبرِ سارا
واړه یې د تن جامې ګلګونې، زرنګارې
درسته سره لنبه ده چا لیدله خدارا
بیا هسې مدد کړه چې خوشحال سره دې تل کړ
بخته! د دې ورکې سراغ راشه و مارا
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.