Skip to main content

Kochayan and Pashto folk Literature

کوچې او پښتو ادب.

ارواښاد سلېمان لائق به وائل که خدائې مه کړه ! پښتانه د نړۍ له مخه ټول محوه هم شي مونږ د  ،ټپې، په مټ کولې شو بیرته له سره د هغوئي تاریخ، کلتور او اجتماعي ژوند په همغه شکل ولیکو.

ما د کوچي د عمره زار کړې
د سحر اورئې بلېږي دوئي تې ځينه

خداېه ! کوټې ئې کنډوالې کړې
زما ېادېږي د کېږديو شمالونه

ما د کوچي د عمره ځار کړې
چې تمامي عمر په لاره تیېروینه

جانان کوچې وو کوچ ئې اوکړو
مائې خالي دلبار ته اوکړه سلامونه

اوښانو بېا غاړې کږې کړې
چې پرې سورېږي سپینې خولې زېړ پیزوانونه

مورې کوچېانو ته مې ورکړه
چې تور اوربل مې د هلمند شمال وهينه

لالیه پاس کمره ته خیژه
د غره لمنې ته کوچیان راغلي دینه

مورې کوچیانو ته مې ورکه !
کنډک کنډک ماسته به خورم سپینه به شمه

شین خالۍ دومره شوخي مه کړه
دا کوچیاني کالي دې کلي ورانوینه

کوچي اشنا سره مې سر دې
سحر شوده ماښام ماسته راته راوړينه

یار می کوچی دی کوچ يې وکړ
خواره دې زه شم چې په کوچي مئینېدمه

ېار مې د شنو دښتو کوچې دې
ماته به راوړي سپینې ژاولې زیړ ګلونه

د بېلتانه ظالم ده لاسه
کوچې اشنا مې په زېړي مازیګر ځینه

کاروانه ! کم که مزلونه
ېار مې کوچې دی سحر خوب ئې زنګوینه

مورې ! زري پڼي مې را کړه
کوچي اشنا ته ستړې مشو ته ورځمه

خیر که ساده باده کوچۍ ېم
په ډیرو ښکلو باندې ځان نه ورکؤمه

آواز مې شته جوړه مې نشته
لکه کېږدۍ د پښتنو ولاړه ېمه

کوچۍ له رنګه غنمرنګه
که شي بدرنګه زه پرې خوښ ېمه مئینه.

کلی دې تا باندې آباد وي
مونږه کوچیان یو سبا بل وطن ته ځونه

د مخ دسمال واخله جانانه
مونږه کوچیان یو سبا بل وطن ته ځونه

د کوچۍ دا عادت مې خوښ دې
چې یاري وکړي بیا ئې سرته رسوینه

مولانا خانزېب..
Pashto Times
Kochi and pashto folk tapay
Nomads in Pashto Literature

Comments