Skip to main content

Life style of Central Asia

د مرکزي اسيا د ژوند ژواک تاريخ
History of the Civilization of Center Asia
د اريه او اراکوشيا نسکورېدل
The fall of Aria and Arachosia
داسې ښکاري چې د لوېديځ دفاع ښه شان سره پلان شوي وي ۔ الګساندر د بيسوس لټون پيل کړو ، چا چې د اولس په مرسته د باچاهت تاج په سر ايښودے وو او ځان يې سترباچا اعلان کړے وو۔ ستيبرزانس  Satibarzanes د سکندر مخې ته د دروغو سر ټيټے اوکړو او اريه کې يې د جنرل اناخيپوس  Anaxippus او مکدوني فوج کيښودل اومنل ۔ خو کله چې ستيبرزانس واپس رااورسيدو ، نو د خلکو بهرپور مرستې سره يې مکدوني جرنېل او د هغه ټول فوج  اووژلو۔ د خپلواکۍ جنګ اوس پيل شوے وو۔ اريه ،  Aria اراکوشيه  Arachosia دواړه ، سره د باخترBactria او شاهد سوغدانه Sogdiana هم ، وسله په لاس راپورته شوي وو۔ الګساندر بايد په باختر د ورختو پلان لغوه کړي او د نوي صورت حال مخه اونيسي ۔ مونږه يوازې د هغه د ارتاکوانه  Artacoana ، اريانه څخه او لرې جنوب  ته د رنګيانه  Drangiana د فتح مند فوجي هلځون Expedition په اړه لوستي دي خو هغه  هلته ځاي سرداران نه دې ګرفتار کړے شوي ۔ د ستيبرزانس په اړه وئيل شوي دي چې هغه د بيسوس  Bessus سره ورغلے وو ګواکه بارسينتس Barsaentes لوېديزه اراکوشيا کې د هندوانو خوا ته ځان ايستلے وو چې د غرڅنو هندوانو ‘Mountaineer Indians’ مرسته تر لاسه کړي ۔ دلته الګساندر خپله پاليسي پسې نوره بدله کړې ده ۔ هغه ارسامس  Arsames پارسي د اريه والي اوټاکلو خو کله چې هغه اراکوشيا ته روان شو نو ارسامس د ستيبرزانس سره متحد شو او اريه کې يې بيا په دويم ځل بغاوت راپورته کړو۔ سکندر دويۍ ته شکست ورکړو ، هغوۍ يې اووژل او ستاسنور Stasanor يې نوے والي مقرر کړو۔ د الګساندر اراکوشيا پلو ته مارچ تر هغه وخته پورې واضحه کېدے نشي تر څو چې هغه د بارسنتس Barsaentes د نيولو فوري مقصد تر لاسه کړے نه وو ، چې هغه يې نيولے او وژلے وو۔ د ځاي سردارانو او د هغوۍ د مزاحمت په اړه ، چې الګساندر ورسره مخامخ شوے وو، څه مالومات نشته ۔ خو مونږه ته مالومه ده چې هغه د افغانستان د مرکزي غرونو سلسلې ته تللو باندې مجبوره کړے شوے وو چې باختر ته د رسېدو دپاره د هلمند او ارغنداب د ناويو سره تېر شي او د هندوکش په دنګو غرونو پورې اوځي او باختر ته ورکوز شي ۔ دومره اوږد او پيچلے سفر بې د څه سياسي يا فوجي وجوهات نه بغير ممکن نه وو د کومو په اړه چې مونږ سره څه مالومات نشته ۔ خو مونږ سره هغه مالومات شته د کومو اقداماتو د لاندې چې دغه ولايتونه د کابو لاندې رااوستل شوي وو۔ هغه ښارونه اباد کړل ، وران ښارونه يې بيا اورغول او دغه ښارونه يې د مکدوني ، يوناني خلکو نه ډک کړل او فوجي اډې يې ورکې جوړې کړې ۔ دغه ټول ښارونه يې خپل نوم سره ياد کړل الګساندريه Alexandria (اريه هرات ) ، الګساندريه Alexandria ( پروفاتاشه ، درنګيانه) ، الګساندروپولس ,Alexandropolis (کندهار) ، الګساندريه Alexandria (اراکوشيه ، غزني) او الګساندريه اد کاوکاسوم Alexandria ad Caucasum ( چې دا د لرغوني کپيسا ، جديد باګرام ، چريکار سره نزدې پېژندل شوے دے ) ۔ د فوجي چوکو او فوجي اډو لړۍ دا ثابتوي چې د تګ لاره خوندي کړي او کوم فوجونه چې مخکې ځي د هغې د شا تابيا وکړي



Pashto Times
Pashto articles

Comments