لوډ سپېکر ته چې ماشومان لوڅ پېکر وایې؛ د پیغام رسانۍ یوه زاړه ذرېعه ده، کله چې جوړ شو او هندوستان ته راغللو' نو دیوبندي ملایانو به ورته شېطاني آله ویل، له لوډ سپېکر جوړېده وړاندې به ملایانو ویل; د خره له هره اوازه درې شېطانان پېدا کېږي؛ خو چې کله لوډ سپېکر رامینځته شو' نو د ملایانو د فتوو شپېلۍ د خر پر ځای د لوډ سپېکر اړخ ته شوې او خر غریب د فتوو څخه خلاص شو او ورورسته همدا خر وو' چې کرشن چندر غوندي لیکوال پرې «ایک گدهے کی سرگزشت» ولیکلو او د هندوستان وزېراعظم جواهر لعل نهرو سره یې پرې لیده کاته هم وکړل!
خو بیا لوډسپېکر حلال شو, د هر جومات ښکلا شوه, په هر جومات کې پروت وي.
ملایان صاحبان! د بانګ ویلو نه وړاندې ټوخي هم په دې لوډ سپېکر کې کوي' تر څو خلک یې له سپېڅلې ټوخي څخه مستفید شي او دا پېغام هم خلکو ته پرېږدي; که څۀ هم پینځه وخته بانګونو راله مرۍ خرابه کړې ده' خو بیا هم د اسلام چوپړ په زغردۀ کوم!
وخت تیرېدو سره لوډسپېکر خپل افادیت د لاسه ورکړو؛ ځکه چې د پيغام رسانۍ نوې نوې آلې او ذراېع راووتې؛ خو شاعرانو، ادیبانو او د زدکړیالانو لېډرکوټو د لوډ سپېکر سره رومانس جوړ کړو او په دې پرېمانه ذراېعو او آلۀو کې چې دوۍ خپل شعرونه، لیکونه او پیغامونه هم پرېږدي' نو ورسره به د لوډسپېکر سره خامخا سیلفي او یا انځور اخلي!
د متلب خبره دا ده' که څوک هر څومره په خپلو شعرونو، لیکونو او پیغامونو خلکو ته زړۀ پولۍ کړي' خو چې تر څو یې د لوډ سپېکر سره خوله جوخته کړې نه وي او په دهغه رومانس کې یې ورسره انځور کاږلي نۀ وي' نو هغۀ بلکل تکړه شاعر، ادیب او لېډرکوټی کېدای نۀ شي ـ بقول اجمل منصور
ته اجمل, پوره اجمل نه یې؛ اجمله!
ته به اجمل هله شې' چې سم اجمل شې!
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.