Skip to main content

Madubala, A Yousafzai Pashtun from Swabi

مدهوبالا (ممتازجهان دهلوي) 
پلارنوم : عطالله خان
مور نوم : بیګم عایشه
زیژده : ۱۹۳۳ فبرورۍ ۱۴ نوي ډهلي .
دی دبالیووډ دغه ستورې دپښتونخوا دصوابۍ یو سفزۍ پښتنه وه .
 پلار یې په ډهلي کې دامپیریال تو باکو په کمپنۍ کې  کارګر وو وروسته کار لاسه ورکولو له امله اړ شو چی   بمبئي ته لاړشي .
 دمدهو بالا درې خویندې او دوه ورونه په ماشومتوب کې مړه شول . په ۱۹۴۴ اپریل مهال  په ېوی چاودنې او اور کې یې کور وسوځیداونهه کلنه مدهوبالا مجبوره شوه چې خپلې کورنۍ ته دیو ې مړۍ ډودۍ دپیداکولو لپاره فلمی نړۍ ته لاړه شي .
بسنت فلم ( 1942) ېی لومړنی فلم وو. 
مدهوبالا شهرت نړېوالیدو وروسته په 1952کی امریکایی مجلې ( تیټر آرټس )مدهوبالا دنړۍ ستره فلمي اکټریسه  ونوموله .
او کله چې په بمبئي کې دفلمونو نړیوا ل فسټیوال جوړشوی و نو امریکایی ډ ایر کټر فرینک کاپرا دمدهو بالا نه وغوښتل چې دهالیووډ په سینما کې کار وکړي .
مدهوبالا په خپلو هنري فلمونو کې دهندوستان دمشهورو ایکټرانو لکه :آشوک کمار ، راج کپور ، پرتهوي راج ،پردیپ کمار ،شمي کپور ، دلیپ کمار . سنیلدت او دیو آنند سره کارکړی دی.
خدای بخښلي اجمل بابا خبرہ کوله او ویل یې : ((چې کله هندوستان ته تللے ؤم يو ځائ د فلم شو ټېنګ روان ؤ لاړم د چائ وقفه وه د نورو نوموړو اداکارانو نه علاوه مد هو بالا هم موجوده وه وې راج کپور خو مې د سکول ملګرے ؤ او زما په يوه قيصه ئ فلم هم جوړ کړے ؤ مدهو بالا راسره په پښتو کښې خبرې وکړې وې ېی  زه پښتنه يم .
دی  د زړه په رنځ په ځوانۍ کښې د عالم برزخ په لور لاړه د انډيا فلم انډسټري د پښتنو اداکارانو په سر اباده ده ـ ـ ـ ګل حميد ستاره هند ـ قادرخان دليب کمار ـ شاه رخ خان راج کپور  امجد خان رنګيلا .....
مدهوبالا په خپل ۳۶ کلن ژوند کې په ۷۳ فلمونو کې کار وکړ 
داسې ویل کیږي چې مدهوبالا ددلیپ کمار (یوسف خان ) سره مینه درلودله خو هغه ورسره واده ونکړچې په دې کارسره دمدهوبالا زړه مات شو. مدهوبالا بیا په ۱۹۶۰ زیږدیزکال کې دهند دمشهور سندر غاړی اوفلمي ایکټر کشور کمار سره واده وکړ.
مدهوبالا ته په  1960 وینی او ځيګر  ارثی ناروغی ور پیښه شوه چی وروسته په  1969کی  36کلونو په عمر کی ژوند ېی پاې وموند .

Comments