Skip to main content

Maha Baharat. Pashto Article

مها بهارت ( مها بارتا) :
دهند مشهوره منظومه حما سه
-----------------------------------------
مها بهارت چې مها بهارتا يې هم بو لي د حضرت عيسی مسيح له مېلاد نه د ٨٠٠ يا ١٠٠٠ کلو نه وړاندې د وياسا له خوا په سنسکريت ژبه ليکل شوی دی چې په خپل ذات کې يو ستر حماسي اثر دی چې ١١٠٠٠٠ بيتو نه لري او په ١٩ پر بو نو يا څپر کو کې ليکل شوی دی٠ په دغه منظو م حما سی اثر کې د لر غو ني هند ددوو نا متو کو رنيو يعني کوروانو او پا نډو انو تر مينځ چې په اصل کې تر بر ونه او داکا زامن وو جګړه ښودل کيږي٠ د جګړې يو اړخ ته د پا نډوانو پنځه زامن او بلې خو اته د کوروانو او لاده چې شمېر يې سلو ته رسيږي٠
داسې ويل کيږي چې واکمن دهريت راشټهرا د خپل ورور پا نډو په مر سته په هستا نپور با ندې واکمني کو له ٠ ورو سته يې ورور پا نډو د خپلودوومېر منو کو نټي او مادهوري سره ځنګل ته ولاړل او خدای کو نټي ته پنځه نا رينه اولادونه ورکړل ٠
د پا نډو تر مړيني ورو سته يې زامن د ځنګله نه بېرته هستا نپور ته را ستانه شول او غو ښتل يې چې هلته استو ګنه غوره کړي، خو دکوروانو اولاده هغوی نه خو ښول، ځکه چې پا نډوان پر دوی با ندې په علم او پو هه کې بر لاسی درلود٠
يوه ورځ د کوروانو اولاده دپا نډوانو زامن د نرد لو بې ته را وبلل٠دوی په دغې لو به کې پا نډوانو ته ما تې ورکړه او دوی ته يې وويل چې با يد بېر ته ځنګله ته ستا نه شي او هلته به ١٢ کلو نه تېروي پر ته له دې چې څو ک ېي وګوري٠ تر دولسو لو نو تبعيد وروسته پا نډوان ، کوروانو ته خبر ورکړ چې زموږ دتبعيد ١٢ کلنه موده پای ته ورسيده او اوس مو هستا نپور ته دبېرته راتلو نيت کړی دی او زموږ هېله داده چې موږ به هم دهستا نپور په واکمنۍ کې شر يکوي او بر خه به راکوئ، ځکه چې موږ هم ستا سو تر برونه او دکاکا زامن يو، خو کوروان ور ته وايې چې موږ به هيڅکله هم تا سو ته په دې واکمنۍ کې بر خه در نه کړو٠
په پای کې پا نډوان دکو روانو سره دجګړې اعلان کوي او دغه جګړه د هند دهر يا نا دايا لت دکورو کشيتهرا په سېمه کې چې نن هم دغه ښار دکور وانو دنا مه له کبله په کوروکشيتهرا سره مشهور دی پيښيږي او دپا نډوانو نا متو اتل ارجن تر اتلس ورځنۍ جګړې ورو سته په دې بر يالی کيږي چې کو روانو ته ما تې ورکړي او دهستا نپور دواکمنۍ پر ګدۍ تکيه وکړي٠
د مها بهارت دمنظو مې نو لس ګو ني څپر کي يا فصلو نه دادي :
١-ادي پرب : دغه څپر کی شهزاده ګانو او ددوی د زيږېد و نېټو ته وقف شوې دی٠
٢- سبها پرب : دپا نډوانو او دايندرا پراستها دښار په باب دی٠
٣-ارنکاياپرب : په ځنګله کې د ار انيا دولس کلن تبعيدښيي٠
٤-ويراتها پرب : دويراتها په دربار کې يو کلن تبعيد٠
٥- يود وګا پرب : د جګړې له پاره تياری٠
٦-بهيشم پرب :دغه څپر کی دبهيشم په اړوند ليکل شوی چې دکوروانو کما نډر و٠
٧- درونا پرب : دد رونا سره د جګړې ادامه چې هغه هم کمانډرو٠
٨-کارنا پرب : د کارنا سره جګړه چې هغه هم کمانډر و٠
٩-شا ليا پرب : د جګړې وروستۍ بر خه او دشا ليا سره جګړه چې هغه هم کما نډرو٠
١٠-سو پتيکا پرب : په دې فصل کې لو لو چې په څه ډول ا شواتاما او دکور وانو سر تېرو دپا نډو انو سر تيري په خوب کې ووژل٠
١١- ستري پرب : په څه ډول ګند هاري او نرو ښځو دجګړې دمړو وېر او ما تم وکړ٠
١٢-شا نتهي پرب : په دې څپر کي کې لو لو چې په څه ډول جوديشتهر ته تاج په سرايښو دل کيږي او دبهيشم له خوا ده ته اوامر بيا نيږي٠
١٣- انو سا شن پرب : د بهيشم وروستي اوامر٠
١٤-اشوامي ديهيکا پرب : په دې فصل کې لو لو چې دجد يشتهرا له خوا اشو اميد ته د اسو نو دقر با نۍمراسم تر سره کيږي٠
١٥-ا شرم واسيکا پرب : په دې فصل کې لو لو چې دريتشتهرا، ګند هاري او کو نټي اشرم ته ځي او هلته په ځنګله کې د احتما لي مړېنې سره مخا مخ کيږي ٠
١٦- مو سالا پرب : ديا داف او مو سالا تر مينځ جګړه بيانوي٠
١٧-مها پرستا نيکا پرب : د جوډيشتهر او دهغه دوروڼو دمړينې په اړوند ده٠
١٨- سورګ روهن پرب : په دې فصل کې لو لو چې پا نډوان بېر ته رو حاني نړۍ ته راځي٠
۱٩- هري ومشا : د کر شنا جي ژوند٠
لنډه دا چې مها بهارتا يوازې يوه منظو مه حما سه نه ده، بلکې په هغې کې داسې کار نا مې او پيښې شته چې دانسان د غوره کړو وړو تر جما ني کوي او انسان ته دميړانې ،وفادارۍ، سر ښند نې، حق ويلو او ثابت قد مۍ درس ورکوي٠ مها بهارتا نه يوازي هندو ستاني نسلو نه متا ثر کړي دي، بلکې دهندو ستان په ارټ او ادب يې هم ژوره اغېزه ښند لې ده.


Comments