ماموند .
دپښتنو په شجروي وېش کښې په سړبني ډله کښې د خاښي خېلو په څانګه کښې د ترکانړي ټبر لاندې د باجوړ او د کنړ په لويديځ لور د ماموندو قبيله پرته ده . غټ خېلونه ئې لوئي او واړه ماموند دي څه پينځه لاکهه وګړي په باجوړ کښې او په کنړ کښې په شړتن مروره ګجګل او د هندوراج په لمنو کښې هم په لوئي شمېر مېشت دي دغه راز د پاکستان او هندوستان نورو ښاريو ته هم تلي خلک که ورسره شمار شي نو دغه شمېر ېو په دوه کېږي. دماموندو خلک لکه د نورو پښتنو ډېر مينه ناک او خواږه پښتانه دي ټوله قبیله سل په سل پښتانه دي خو دا سيمه د پرمختګ په ډګر کښې ډېره روستو پاتي شوې کرکرونده او په سيمه کښې د سوداګرۍ سره د کراچۍ او پنچاپ په ډېرو ښاريو کښې د خپلو مټو په زور ګټه وټه کوي په غرونو کښې ئې ډول ډول د معدنېاتو زېرمې هم شته خو اولس ترې تر اوسه بې برخې دې دا سيمه د تېر وخت جګړو هم برباد کړې چې د اولس د بې سوادې نه ناوړې ګټې وخت په وخت اخيستل شوي. د ماموندو ع ځوانان اوس د عصري زده کړو په لور ډېر پام لرونکي دي د پاکستان په هر پوهنتون کښې زده کړې ترسره کوي چې دغه ځوانان د راتلونکي په اړه د خپلې پاتي سېمې ډاډ دې . باچاخان هم په ۱۹۱۴ کښې پدې سيمه کښې ېوه نيم مېاشت تېره کړې وه مولانا فضل محمود مخفي ، ملک محمد امين خان ، او ملک سېف الملوک پدې قبيله کښې ستر خلک تېر شوي ،دا قبيله د پينځه سوه کلن مالوم تاريخ نه مخکښې هم د باجوړ په خاوره باندې مېشت وه ددې قبیلې ډېر لوئي تاريخي شالېد دې ځکه چې د پښتو ادب په متلونو کښې هم ېاده شوې .د ماموندو په اړه عموما دوه متله ډېر ېادول شي ېو ،مامونده بېا دې مونده، دوئم ،د ميرات ماموند هم دولس ځامن وي .پوهاند نواز خان پخپل کتاب ،تاريخي متلونه، کښې دا ېو متل ،مامونده بېا دې مونده روړې خو دا بل متل ئې د ، ميرات مليزئي دولس ځامن وي ، ذکر کړې خو دا څېړنه به سنجول وي چې دا متل د ملېزو او که د ماموندو په اړه سم دې . د ماموندو قبيلې آبادي په باجوړ کښې تر د اوسني کنړ سيمو پورې ډېره ګنړه پرته ده خو د ګڼ والي وجه داده چې دا قبيله ډېره لرغونې ده د زمانو نه پخپل ټاټوبي باجوړ کښې شتون لري په ېو وخت کښې تې د ،کاکازي، په څانګه د هندوستان په لور لوئي پاڅون هم شوې خو بیا هم ددې قبيلې خاوره کمه او وګړي ډېر دي نور تفصيل بېا...
مولانا خانزېب..

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.