Skip to main content

Maulana Abdur Rahim Populzai

#عبدالرحیم_پوپلزي:
"د ښاغلي د نامه سره لومړې ځل د لندن په يو ميوزيم کي (د #افغانستان، #پښتونستان او برصغير) د معلوماتو په څانګه کي آشنا سوم. ډير مي غوښتنه او شوق سو چي د ښاغلي په هکله نور معلومات هم حاصل کړم. ډېر کوښښ مي وکړي ډېر پسې وګرځيدلم. څومره معلومات چي مي راټول کړه ستاسو قدرمنو سره يې شريکوم. اميد دې چي د پاملرني وړ مو وګرځي.
ښاغلي مولوي عبدالرحيم پوپلزي د ښاغلي مولوي عبدالحکيم پوپلزي زوي په کال ۱۸۹۰ کي زيږېدلي دي. د لومړنې زدکړو وروسته هندوستان ته ولاړ او په کال ۱۹۱۵ کي يې خپلي زدکړي د هندوستان د ديوبند نه بشپړي کړې, د تاريخ يو ورک نومې اتل دې چي د انګريز د استعمار په وړاندي يې ملا تړلۍ او د پاڅون غړي وو, د کوډ ملا (د انګريزي دسيسې) په مخالفت کښي د غازي امان الله خان په ملاتړ په اول صف کي ولاړ وو او په ډېر پاک نيتې او صداقت يې و قومي مشرانو و ته په ټوله هيواد کي تګ راتګ وکړ او د دسيسي د مخ نيوي کوښښونه يې وکړل… د پخې اسلامي عقيدې او پياوړتيا قصې يې نه ختمېدنو کي دي, انګريزان يې هم مني. په خټه درانۍ پوپلزې د وطن اتل او د کرغيړني کرښي اصلي مخالف او د ټوله ژوند وقف کونکې دې, د انګريزانو په خلاف يې په هيواد کي ډيري هلي ځلي کړي دي، په کال ۱۹۴۲ کي د حج بيت الله لخوا و هندوستان ته خپل د ملګرو او استادانو سره د دليدلو په مخ سفر وکړي. هلته د انګريزانو له خوا بندي او د پيښور ښار و بندي خاني ته راوستل سو او په کال ۱۹۴۴ کي د انګريزانو له خوا د ښاغلي د شهادت خبر اعلان سو. تر ټولو په تفصيل يې يو انکريز ليکوال جيمز شاو خپل په تاريخي کتاب (د پښتونخوا پيژندل سوي) کي ليکنه کړې ده".
 ✍️ قدرت الله نيازی
د منډيګک ادارې يادونه: 
مولانا پوپلزی په خپل کتاب [سرفروش] کي ليکي: 
کله هغه په ۱۹۳۴ زېږدیز کال کي سعودي عربستان ته د حج لپاره ولاړ نو په مدینه منوره کي یې یو سړی ولید چي د مسجد نبوي فرش یې د اسلام پیغمبر ته د ډېرې میني او درناوي په لړ کي د سر په وېښتانو جارو کاوه او ترسترګو یې اوښکې بهېدې.
مولانا پوپلزي لیکلي چي د دې حیرانوونکې صحنې په لیدو یې پوښتنه وکړه چي دا سړی څوک دی.
ده ته وویل سول چي دا د افغانستان پخوانی پاچا امان الله دی.
مولانا پوپلزی زیاتوي چي په افغانستان کي خلکو امان الله له دې کبله له هيواده وایست چي دی له اسلام څخه اوښتی دی، خو ما دلته په دې حالت کي ولید...".  
ـــــــــــــــــــــــــــــ
#منډيګک_تاريخي_بنسټ 
د نورو تاريخي موادو د پاره منډيګک پاڼه خوښه او دغه انځورونه له ملګرو سره شريک کړئ.


Comments