ليک
Muhammad Parvesh Shaheen
ميچن
کومه چی بیخی پښتنی کالی مشين پوهه او جوړونه ده څه هم که ځينی پوهان په دی ګروهه دي چی انګليسی مشين نوم د ميچن د نوم نه اغستی شوی دی
په دی محلی مشين په پښتو فولکوری ادب کی هم ډير خواږه خواږه ذکرونه شته دی
کله چی بنيادم دا فکر خپل کړو چی که د خوراک څښاک دا ځني شيان په ګټه و ټکولی شی ميده کړی شی نو پخول او خوړل دواړه به ي اسان هم شی او خونده ور به هم شی
هم دا سوب و چی بنيادم اول سر کی د کاڼی او ګټی په ملګرتيا په پلنه او کلکه ګټه ټکول او اوړه کول شورو کړل
بيا يې رو غوندی بغرۍ او کاڼی ته هم پام شو کومی چی به ي لويو لويو ګټانو کی جوړولی بيا چی کله ي بغرۍ کورونو کی دننه جوړی کړی نو دی که به ي ځينی دارو درمل مساله کورکمان جوار غنم شولی مۍ مھي شوپړ مرچکی اوګه او داسی نور شيان هم ټکول
خو دا کار څه قدری ګران و نو فکر ي د لاسو چورلولو ميچن ته لاړ شو کومه چی د ژرندی مور ګڼلی شی
ميچن يو داسی کالی او مشين و چی په کولو سره ي څه مز مزدوری نه وه او دا تر دی دمه لا هغه ځايونو کی په چلن کی ده چرته چی د اوبو او ژرندو اسانتيا نشته دی دا به په خاصو کورونو کی وی چرته چی به د پلو مالت جينکۍ غونډيدلی هم به دل وکړی شول او هم به ګپه شپه
جوړښت
کوم ځای چی به ميچن لګولی شوه نو هلته به د ګټو يوه وړه خو دنګوړۍ غوندی ډبه جوړه کړی شوه د خټی ليو به ور له ور کړی شو او لاندی به ددلشوی مواد جمع کولو دپاره ډوغل جوړ کړی شو خوا ته به ي ور له د جارو کولو د پاره د برو جاروګۍ کيښودی شوه د ميچن په لګولو هره ښځه نه پوهيدله نو دا به اکثر کلالي ايښودله
د ميچنی به دوه واړه پلونه وو يو به لاندی او بل به لپاسه و د منز سورې کی به ورته په موټی مواد اچولی شول لپاسنی پل کی به د لاسو نيوو دپاره سوری کړی شوی و کوم کی چی به يو فټه پوری اوږد د لرګی لاسکی لګولی شوی و چی به ور ته موټی او لاسکی ويلی شو لاندينی پل کی به د لرګی او يا وسپنی يو کالی غوندی لګولی شوی و چی پل به ي چور لولو په محلی توګه به ي ور ته خاره ګی ويلو
کله چی به يوی ښکلی او چاقی پيغلی ميچن دلوله نو ټوله باډي به ي ورسره په ګډا وه او تکی توری اترنګی زلفی به ي په مخ لکه د چندڼو په ښاښونو چی ښاماران ځانکی راځانګی زنګيدلي
خوند به ي هلو دښکلا ډير و
کله چی به ي سور او وچ مرچکی دله ولو کوم کی چی به ي ګس لاس زنګون او پوزه ملګری وو
نو بنيادم د ګټي نه بغرۍ ته د بغرۍ نه ميچن ته او د ميچن نه جرندي ته رسيدلی دی مننه
ټپه
ځما نه دواړه کاره نشي
چي يو ميچن کړم بله غاړه درکوومه
Muhammad Pervaish Shaheen
Pashto Times

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.