مینابازارونه او دهندپه تاریخونو کې دهغو یادونه
----------------------------------------------
دمینا بازار په نامه بازارونه دهند په نیمې وچې ( بر صغیر) هند ، پاکستان او بنګله دیش کې هغو بازارونو ته ویل کیدل چې دواکمنانو ( بادشاهانو) ، لوړپوړو چارواکو ، حاکمانو او نوابانو او ددوی دکورنیو دمیرمنو ، ښځو ، خویندو ، لوڼو او دکورنۍ دنورو ښځینه غړو لپاره په ځانګړي توګه جوړیدل او نورو عامو خلکوته پکې دورتلو اجازه نه وه . دوی به په دغو بازارونو کې ګران بیه جامې چې ذزربفتو . وریښمو او کینخابو (کمخابو )نه به جوړیدلې را نیول ا و هم دسروزرو ډول ډول قیمتي څیزونه لکه غاړه کۍ ، امیلونه ، اوږۍ،نتکۍ ، بازو بندونه ، ټیکونه ، پیزوانونه، چا رګلونه ،پایلونه ( پایزیبونه )او نورشیان هم به پکې خرڅیدل او هم به دسینګار سامانونه هم.ددې نه برسیره دښخو ډول ډو ل زري پڼې ( پیزارونه )به هم پکې وو .ددې نه پرته دبادشاهانو او امیرانو لپاره پکې قیمتي ټوکران او ډول ډو ل ګران بیه وریښمینې جامې به پکې خرڅیدلې .کله به چې بادشاهان او دهغوی دحرم میرمنې به مینابا زار ته ورتلل نو دمینا بازار ورځ به ددوی لپاره معلومه وه . دوی سره به پیاوړی محافظتي ګارډ و او دې بازارته په نږدې نور عوام خلک نه پریښودل کیدل.دغه بازار ته به دشاهي حرم میرمنې په مخصو صو او ځانګړو بګیو کې راتللې او چا ددوی مخو نه نه شو ل لیدلای.
مینابازارونو په هندوستان کې دمغولي واکمنانو هریوه همایون ، جلا ل الدین محمد اکبر ، جهانګیر او شاه جهان په وختونو کې ښه رونق وموند.چې ښه پیلګه یې دډهلي دجامع جومات تر څنګ هغه مینابازر دی چې شاه جهان جوړ کړی و.
همداراز دهند داود دسیمې مشهور نواب واجد علیشاه هم په قیصر باغ نومي سیمه کې ورته مینابازار جوړکړی و.
ددغسې بازارونو دود دهند په راجپوتو واکمنانو کې هم رواج درلود چې دوی دغه دوددمسلمانو واکمنانو نه کاپي کړی و.
اوس دمینا بازارونوهغه پخوانی دود په هندوستان کې له مینځه تللی دی او نوي بڼه یې غوره کړې ده ، خودمتحده عرب ا ماراتو په بر دوبی او دپاکستان دکراچۍ په کریم آباد کې د مینابازارونو په نامه ستر شاپینګ سینټرونه شته چې هر څو ک پکې خپلې سوداګانې اخلي
Pashto History
Pashto Times
Pashto articles

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.