Skip to main content

Moulana Abdul Majid Utmankhel

مولانــــا عبدالمجـــید افغاني اتمان خــــیل!!
مولانا عبدالمجید افغاني د باجوړ پۀ اتمان خیل قبیله کښ پۀ  ۱۸۷۲ کښ پیدا شوې ؤ. د زدکړو لپاره د هندوستان اګرې ته تلے ؤ. د اګرې په اسلامــې مدرسه کښ ئې ټولې زده کړې تر سره کړې وې. 
د زدکړو نه پس د پــښور پۀ ايډورډ کالج بیا وروستو په مشن کالج کښ د عربۍ پروفیــسر ولګېدو. د صاحبــزاده عبدالقیوم پۀ خاص ملګرو کښ ؤ. په ادبي نړۍ کښ د سعدي افغاني په نوم مشهور ؤ. د ""رهبر اخلاق "" په نامه ئې نامه ئې د پینځم نه تر لسم ټولګي لپاره د پښتو د درسي کتابونو کورس هم لیکلے ؤ چې بیا وروستو د پښتونخوا د سکولونو لپاره پۀ رسمي توګه منظور کړے شو.
په اردو ژبه کښ ئې د پښتنو پۀ تاریخ درې جلده کتاب ""تاریخ افغانہ موسوم بہ ائینہ جہاں"" لیکلے ؤ.
افغاني صیب هم د ډیرو لیکوالانو پۀ شان پۀ دے عقیده ؤ چې پښتانه بني اسرائیل دي. پۀ اردو ژبه ئې بل کتاب پۀ جمال الـــدین پۀ نامه پۀ یو سل څلویښت پاڼو کښ ترجمعه کړے ؤ. دغه رنګ د جمال الدین افغــاني د یوې رسالې "ردنیچریه"" پښتو ترجمعه ئې  هم کړې وه. د صاحب ذاده عبدالقیوم پۀ ژوند ئې هم یو کتاب لیکلے ؤ. صاحبزاده عبدالقیوم ورته په کال ۱۹۲۱ز کښ د جمال الدین افغاني پۀ اړه یو خط د بېت المقدس نه رالیږلے ؤ چې د عربو،  فرانس او مصر د عالمانو خیالات ئې د افغاني صاحب په اړه بیان کړي وو.
عبدالمحید افغاني د پښتو اردو یو مستند سوانح نګار شاعر او زبردست لیکوال ؤ. 
پۀ اردو او پښتو کښ ئې ډېر نظمونه او غزلي لیکلې دي.
لیک ئې د ادب پۀ اوچت ذوق برابر دے.
د پښتو ادب ځلنده ستوري  حمـــزه خان شینواري او دوست محمد کامل د ده شاګردان پاتې شوي وو.
مولانا عبدالمجید افغاني پۀ کال ۱۹۴۸ز کښ مړ دے.  او د پيښور پۀ صدر نوتهیه هدیره کښ خاورو ته سپارلے شوے دے.
ماخذونه 
لویه برخه !! 
 باجوړ د تاریخ په ړڼا کښ از مولانا خانزیب مخ۲۱۴ ــ ۲۱۵ Maulana KhanZeb 
اضافه!!
""ادب تۀ د اتمان خیل قبیلې بخښنې"" جمشید خان پې ایج ډي تهیسیز
لټـــــون انتخاب!!  طــــارق اتمان  utmnkhel
یادګیرنه. عکس د مولانا صیب دے.

Comments