Skip to main content

Multan khan Afridi, Pashtun Hero

داپریدیو ملي مبارز او اتل ملتان خان اپریدی
------------------------------------------------
ملتان خان په اصل کې زخه خیل اپریدی و. ده دخیبر دنورو اپریدیو په څیر په ۱۸۷۸- ۱۸۷۹ ، ۱۸۹۸ او ۱۹۰۱ زیږدیز/میلا دي کلو نو کې یې دپیرنګیانو پر خلاف دملي مبارزو لار ښوونه کړې وه . ملتان خان په ځوانۍ کې دانګریزانو د پوځ په پنجابي ۲۶ رجمنټ کې دوسلو او پوځی زده کړوکې ډیر مهارت تر لاسه کړ، خو وروسته یې دپوځی چارو نه استعفا ورکړه . ده انګریزانو ته په ۱۹۰۲ زیږدیز کال کې په کوهاټ ، په ۱۹۰۵ زیږدیز کال کې په پيښور ، په ۱۹۰۶ زیږدیز کال کې په ماشوخیلوکې او همدارازز په ۱۹۰۹ زیږدیز کال کې په ځینو نورو سیمو کې درانه زیانونه ورسول.
په پای کې دده یوه غدار ملګري شیر غلام ورته دسیسه جوړه کړه او دی دانګریزانو له خوا ونیول شو .انګریزانو شیر غلام ته دده ددغه خدمت په بدل کې هغه ته دوه زره روپۍ انعام ورکړ.وروسته انګریزانو ده ته دپهاڼسۍ سزا ورکړه او شهید یې کړ .
داپریدو دملي اتل ملتان خان اپریدي اروا دې ښاده وي !

Multan Khan Afridi

Multan khan Afridi

Comments