Skip to main content

Pashto book Review. Afsany

نوکارې څهرې


نوکارې څهرې د ډاکټر همدرد یوسفزي د افسانو  دویمه مجموعه ده ـ
د دې نه وړاندې یې "چیندرو" د افسانو کتاب چاپ وۀ چې د لورۍ پښتو ادبي ټولنې دیر لۀ اړخه ورته د سِلور جوبلي پۀ مهال ایوارډ ورکړے شوے وۀ ـ

نوکارې څهرې د شعېب سنز  پبلشرز لۀ اړخه سږکال ۲۰۲۰ کښې چاپ شۀ دې کتاب کښې شپږ دېرش افسانې دي. 
ما د ډاکټر صېب اکثر افسانې پۀ فیس بک لوستلي دي او هر وار مې ورته د ډېرې مينې نه I Hate You لیکلے دے او ډاکټر صېب زما پۀ آئي هېټ یو پوهه دے ...
زۀ هر ځل ځان سره قصد وکړم چې نور به د همدرد افسانې نۀ لولم ځکه چې دغه احساسات د سړي بېخ اوباسي خو بس عادت بلا بسم اللّه نۀ اوړي ...
زۀ اکثر دا خبره کووم چې کۀ پۀ وجود دې د خر پوستکے وي د همدرد افسانې لوله خو کۀ د وجود پوستکے دي د انسان وي نو بیا ډپریشن اینګزایټي ته ځان تیار ساته ولې چې د ډاکټر همدرد لیکل د لوستونکي زړۀ او روح دواړه لړزوي ..
دې کتاب کښې د افسانو افسانه د سرخط لاندې د همدرد لیکل د لوستو وړ دي 
Phantom pain افسانه 
یې لوستونکي ته د پښتونخوا وطن د جنګ زپلي ماشومانو عکاسي ده چې تبصره پرې زما د وس کار نۀ دے خو د افسانې اخري کرښې پۀ ما د phantom foot کیفیت جوړ کړۀ.  
بیا د پنجاب ګني شروع شول 
پېغلو بیا واچول د صبر تعویذونه 
څنګه چې دیروجي د پنجاب شوګر ملونو ته ځي نو دغسې د شانګلې خلک د کوئلې مزدورۍ له ځي او کال پۀ کال شانګلې ته پۀ درځنو جنازې راځي  چې بند تابوت کښې یې بشپړه هنداره ده  
"حصول رزق حلال عین عبادت دے" افسانه کښې د ږیرور ډاکټر کردار د ډاکټر سبا او نرس امینې خاموشي 
د ډاکټر اختر د دوایانو د کمپنۍ لۀ اړخه چیک 
د نیلم سندرغاړې سره سلوک د هسپتال دننه روان تضادات او ناانصافي پۀ ګوته کوي 
د دې افسانې هم اخري کرښې د کمال دي ـ

اتم مارچ, Me Too, نوے خوب،  ابارشن افسانو کښې د زنانو د استحصال مضمون دے 
کابله تر کابله افسانه کښې دې لفظونو زۀ د یو ناترسه درد نه تېر کړم 
بچیه! مهاجر هفه چاته وائي چې د یو وطن نه بل وطن ته تلے وي زۀ خو خپل پیښور ته راغلے یم 
هم دې افسانه کښې د مجسمو سره تقابله پۀ لوستونکي غونے زیګ زیګ کوي 
ډاډا بلوچ، کېپ ټاون او باچاخان، ډي این اے ، یس سر، کابلے،  نیمه چټاکۍ غوښه،  ابارشن، او نوکارې څهرې داسې افساني دي چې پۀ لوستلو یې د لوستونکي مینه ماتیږي او لوستونکے پۀ دې مجبوروي چې همدرد یوسفزي ته "د پښتو منټو" خطاب ورکړي ـ

درنښت 
ګل احمد وردک 
بر دیر
کتاب تر لاس کولو درك:سید بک بینک قاضی پلازا گورگوری چوک تیمرگرہ 
رابطہ:0301-8054077
0347-7000916

Comments