کرکشن ( Criction )
پښتو کتاب ته کتنه...
په پښتو ژبه کښې چې څوک هم کتاب ليک کوي نو د درناوي قابل دې ځکه چې دا مورنۍ ژبه ډېر کار او زیار ته اړتيا لري کتاب ليکل او خپله ټولنه د کتاب سره تړل او کتاب کتنې ته آماده کول هم د قامي ارتقا ېوه مېوه داره هڅه ده. پښتانه ليکوالان چې د خپل زړه په زور د ډېر وخت نه لګېا دي پخپلو ماتو ګوډو وسائلو کښې کتابونه ليکلي نو د خپلې ژبې دا خذمت د کم ریاستي وسيلو نه پرته ډېر د ستائنې وړ دي او په راتلونکي کښې هم ډېره خوش بيني ده چې په پښتو ادب کښې ډېر کار روان دې ډېر علمي کتابونه ليکل شوي او ليکل شي او دغه يون به نور هم په مخکښې ځي...
سميع الدين ارمان ېو ځوان پښتون ليکوال دې د پېښور هرېانه د سيمې دې د پېښور په ،اېډورډ کالج، کښې د اسلامي علومو او تقابل ادېان ،استاذ دې په پښتو ادب ډېر ژور نظر ساتي او د پښتو ادب په اړه د تخليق په مېدان کښې ډېر څه نوي نوي مخې ته راوړي چې د پښتونخوا په ليکوالانو کښې ېو ډېر ښه اضافه ده څلور پينځه کتابونه ئې نور هم په پښتو کښې ليکلي.
دا کتاب هم د ښاغلي سميع الله ارمان هغه اثر دې چې په ۲۱۶ پانړو خور دې دا کتاب پښتو ادب له د نړې وال او جهاني رخ ورکولو ېوه ډېره شعوري هڅه ده . ښاغلې ارمان د ،کرکشن ،په تړاؤ وائي داد ،فکشن ،او کرټېسېزم،نه جوړ ټکې دې داد فکشن د تنقيد د رواېت نوم دې دا نوې اصطلاح ده او د جوړښت سائنس ئې زوړ دې په انګریزې کښې دېته ( portmanteau ) وائي ددې له مخه دوه موجود ټکي په ېو نوي ټکي کښې بدلېږي او ېوه ترکيبي معنا ترې پېدا کېږي لکه په اردو کښې د نثر او نظم نه نثم جوړول ئې مثال دې .د کرکشن اصطلاح په اول ځل ښاغلي ارمان کارولې کرکشن او دا ډول اصطلاح هم د خپلې خاورې نه د جنګ سپېرې لوخړې پورته کولو ېوه ارادي هڅه ده ځکه د قاميت ارتقا ګڼ اړخيزې هڅې غواړي څومره چې ددې خاورې د ځبیښاک لپاره دسیسې لکه د ،کني کبر، د پنجو خورې دي نو هم دا ډول د خپل قاميت د وجود د ژغورلو لپاره شعوري ګړندې والې او پاڅون هم ګڼ اړخيزه لازم دې .. پدې کتاب کښې ښاغلي ارمان دا پوښتنه پورته کړې چې پښتو ادب د خپل پېښ چاپېريال او سياسي تاريخ په رڼا کښې هغه جهاني ادب او ليکوالان تر اوسه ولې راپېدا نه کړې شو ؟ چې په جهاني توګه ئې د ادبي زيار اعتراف شوې وې . په لاطيني امريکا کښې په ېو وخت کښې د خپل پېښ چاپېريال په اساس داسې ليکوالان او ادب تخليق شوې وو چې نړې ئې جړقولې وه. ښاغلې ارمان وائي چې د پښتنو په خاوره جوړ ناتار او د لاطيني امريکا په احوالو کښې ډېر مشارکات دي خو ادبي تقابل مو ډېر بل شان دې . ددې پوښتنې په جواب کښې ښاغلې ارمان وائي چې زما په خيال ددې خطې په سياسي حرکياتو کښې د نوابادېاتي او نوي نوابادېاتي نظام شتون ، د کتاب سره دشمني او ددې خطې د ژبو د نړې وال ژبو نمائنده ژبو سره اړيکو کښې بدلون او په موروثي توګه ددې لرغوني څانګو د اختلاف عناصر څرګند وجوهات کېدې شي د ښاغلي ارمان پوښتنه ډېره مهمه ده او زما په فکر بنسټيز لاملونه د دغه ادبي ګنګليز چخول او سنجول ډېر بحثونه او سپيناوې غواړي چې بائد راتلونکي کښې ته کمه لار جوړه شي .ښاغلې ارمان وائي چې په تېر دوه پېړو کښې اکثره نماينده فکشن په ليکلې توګه او پرفارمنک ارټس دواړو کښې د انکشاف ذات په ځائې د ټولنيز ژوند نمائنده پاتي دې د نړې وال جنګونو نه راواخله تر د ففته جنرېشن وار پورې نماينده جهاني ادب هم د جهاني حېثيت د فکشن د دائرې نه بار نه ووځي چې د یویشتمې پېړۍ په نوبل جائزه ګټونکو کښې تش ېو بوب ډېلن موسيقار وو او هغه هم د جنګ ضد بېانيې په زور مخکښې تلې وو ځکه چې د نوبل جائزه په ورکولو کښې هم سياست شامل حال وي.
جنګ نوم دې د تباهي او بربادې ځکه چې د ژوند ژواک هغه تمدن چې د انساني خوارې په نتيجه کښې په ډېر وخت کښې مېنځ ته راغلې وي جنګ دغه هرڅه په تېزې سره د مېنځه لکه د توپان وړي ځکه خو وائل کېږي چې د پرمختګ نه پرته هغه ډېر څه چې انسان ئې د ژوند په تجربو او پېښو کښې په لس کاله کښې ويني د جنګ په وخت دغه هرڅه لکه د فلم د سکرين په ېو کال کښې مخې ته زر زر ځي راځي . جنګونه انسانانو ته ډېر څه ورايزده کوي هم او که په کمه انساني ټولنه یا ېو وګړي کښې د خېر خوځښت وي نو په راتلونکي کښې د جنګ ده هغه لاملونو او علتونو نه ځان هم ساتي چې په نتيجه کښې جنګ پیښېدې شي. لنډ مثال ئې دوېم نړې وال جنګ دې چې د کروړونو انسانانو د وژنې نه پس لويديځ پخپل وجود کښې د جنګ د ورکېدو پرېکړه کړې او په نوي ېمه لسيزه کښې چې کله په يوګوسلاويا کښې د مېلا سووچ پشان کرکجن توکم پال د مسلمانانو وينه بېوله د جنګ لوخړې ممکن وه چې نور يورپ تهخورې شوې وې نو هم دهغه وخت د امريکا صدر بل کلنټن وو چې دغه اور ئې د يورپ په زړه کښې وژلې وو د نېټو پوځي ځواک ئې په حرکت کښې کړو او باقي مسلمانان هم امريکا ژغورلې وو .دغه راز هم د جنګ د لاسه ېو ژبې او کلتور ته ډېر څه ده ادب په شکل کښې لاس ته راوړنې هم کېږي چې د نړې وال ادب په توګه منل شوي او وجود ته راوستل شوي دا ځکه ضروري ده چې ادب د تاريخ نه هم معتبره حواله وي د ېو قام په ادب کښې د هغې د تاريخ رېښې هم ګنډل شوي وي خو د لر او بر پښتنو په وطن د تېرو څو لسيزو د اخ وډب په نتيجه کښې د ښاغلي آرمان صېب دا پوښتنه او ګوت نيوکه ډېره زیاته مهمه ده چې د پښتو ادب ولې جهاني معیار اونه ګټلو او د نړې وال کچ ليکوالان پدې وخت کښې مونږ ولې پېدا نه کړې شول . ښاغلې حېات روغاني پدې اړه داسې وائي ! پښتون افغان وطن کښې روان جنګ د نړې د اوګدو اوګدو جنګونو نه هم زېات غزېدونکې دې او دلته د دوه جنګونو تر منځه وقفه امن ګنړل شوې ده. د ارمان دا نیوکه بيخي په ځائې ده چې که سينېا ګا ( Cienaga ) کښې شوې ،بنانا مساکر ( banana massacre) د ګېبو ( Gabo) قيصې له نړې وال اعتراف ګټلې نو د بابړې خونړې پېښه ولې داسې قيصه نه کړې شوه ؟ د قيصه خانې سپين تنګي هتي خېلو او ټکر پېښې ولې داسې قيصې نه کړې شوې ؟ د وزيرستان سلګې ولې دغسې قيصې نه کړې شوې ؟ د سوات سقوط د دير برامته د باجوړ پرهرونه د مومندو چاودنې د خېبر دړې او د اورکزو ساندې ولی دغسې قيصې نه کړې شوې ؟ زمونږ د قام پرستو تمغې تمغې سينې ولی نه قيصې کېږي ؟ ددې پښتون وطن شهيدان کانړي بوټي ولې دغسې قيصې کېږي نه ؟ د ارمان نيوکې تېرې دي سفاکې دي ګستاخې دي او سپین سترګې دي رښتیا تل تېره سفاک ګستاخ او سپين سترګي وي . ښاغلې همدرد ايسپزئې ددې کتاب په سريزه کښې ليکي چې پښتو ادب د نړې د نورو ژبو په رنګ د خپلې ادبي پنګې سره د یویشتمې پېړۍ په درشل قدم ایښې . خپل سماجي ،ټولنيز نفسياتي فکرونه ئې نړې ته ښکاره کړي . خو مهم سوال دادې چې پښتو ادب تر کمه حده خپل سماجي ،سياسي ، ټولنيز او نفسياتي اړخونو له پخپل ادبي اصنافو کښې ځائې ورکړې .ددغه سوال په تناظر کښې د ښاغلي ارمان دغه اثر مونږ د ېو پېراميټر ( parameter) په توګه کارولې شو. ښاغلي ارمان پدې کتاب کښې د نړې د ېو شمېر هغه ليکوالو ېادونه کړې چې د هغې ليک په نړې وال توګه منل شوې او جهاني شهرت ورته تر لاسه شوې او ددغه ليک په نتيجه کښې د هغه اولس او سيمو ډېر هغه څه هم د ادب په لار مخې روستل شوي چې ټوله نړې د هغې په ستونزو خبردار شوې . ددغه سترو ليکوالو ېاد ېو شعوري هڅه ده چې د پښتون وطن ليکوالان دغه ځائې ته د رسېدو لپاره بائد هڅه اوکړي ادب یواځې دا نه دې چې د ېو بل راپرځولو پسې سړې اونښلي او ېا د هرې تباهي ذمه وار پښتانه اوکرځول شي دوئي نور ناهيلې کړې شي تمسخر پسې اوشي او د شته ژوند نه ئې هم زړه تور کړې شي څه نوي څه پکار وي چې د تخليق په اساس ورته مونږ رسېدې شو د ښاغلي ارمان دا پوښتنه بائد چې ډېره پخوا پورته کړې شوې وې نو شائد چې اوس کم نوي پړاؤ ته تګ شوې وې خو دېر آید درست آید دا خبره ښاغلي ارمان اوسنجوله خو جواب په اوس وخت کښې او په راتلونکي کښې د پښتو ادب د ليکوالانو په غاړه د خپل سم تعبير سره په انتظار به وي. د نړې وال ادب ځنې هغه ليکوالان چې پدې کتاب کښې په تفصيل سره ېادونه شوې او ددغه ليکوالانو ېاد ېو شعوري هڅه ده چې د پښتو ادب هم دغه ډګر ته راجګ کړې شي. د انګلستان زنانه ليکواله ورجينا وولف . د امريکا ليکوال ارنسټ هيمنګوي چې په شګاګو کښې پېدا شوې وو. د جهاني فکشن رواېت ساز ليکوال جورج آرويل دا په هندوستان بهار کښې زېږېدلې وو . مېټا مار فاسز په پراګ کښې زېږېدلې وو. ګبريل ګارسيا ګېبو په لاطيني امريکا کولمبیا کښې زېږدلې وو. مېلان کنډيرا په چېکو سلواکيه کښې زېږېدلې وو. ډاکټر فاوسټس. ميخائيل بلګاکوف . او پاولو کوېلهو وغیره ۔ښاغلې ددې ليکوالانو او ناول ليکونکي سترو خلکو لیک کتلو ته خپله ټولنه او ليکوالان هڅول غواړي چې که ددې نه کمه د خېر لار رويستل شي.
مولانا خانزیب۔۔۔

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.