Skip to main content

Pashto evergreen nazam

نظم

چرته چې باران د خداۍ د قهر ورېدلے دې
هغه زمونږ کلے دې ٬ هغه ستاسو کلے دې

چرته چې غمونه تل کرلے شي په زمکو کښې
چرته چې انسان خاورے کولے شي په زمکو کښې
چرته چې ازغي راټوکولے شي په زمکو کښې
چرته چې ګلونه لوغړولے شي په زمکو کښې

چرته چې خزان تر عمره عمره غوړېدلے دې
هغه زمونږ کلے دې ٬ هغه ستاسو کلے دې

چرته چې آزاد وي تل سګان کاڼي تړلي وي
چرته چې پټکي تل د پېزار لاندې راغلې وي
چرته چې ژوندي خلق په خاورو کښې منډلي وي
چرته کښې چې مړي د ژوندو په مرۍ غلي وي

چرته چې غريب سړے د کلي نه شړلے دې
هغه زمونږ کلے دې ٬ هغه ستاسو کلے دې

چرته چې حاجي صاحب نمونځونه ټوله شپه کوي
بيا سحر د کونډو په جائيداد باندې قبضه کوي
ټوله شپه جمات کښې ډېره ښکلې ترجمه کوي
بيا په رڼا ورځې په هر څۀ باندې حمله کوي

چرته کاروبار د منافق چې ځلېدلے دې
هغه زمونږ کلے دې ٬ هغه ستاسو کلے دې

چرته چې قلم د پټواري د شکاڼۀ غشے دې
چرته تانړېدار چې په هر څۀ باندې ورخوشے دې
چرته چې سورے د هر تش خيټي غريب تشے دې
چرته د ټګۍ چې هر سلام او ستړے مشے دې

چرته کښې چې کب خپلو اوبو کښې تلېدلے دې
هغه زمونږ کلے دې ٬ هغه ستاسو کلے دې

چرته په مسند د عدالت چې بدکردار وينم
چرته چې قانون د يوڅو کسو څوکيدار وينم
چرته چې آئين د بې آئينو پرده دار وينم
چرته کښې شين فصل چې په اور کښې رايسار وينم

چرته چې دليل د ټوپک خلې لاندې راغلے دې
هغه زمونږ کلے دې ٬ هغه ستاسو کلے دې

چرته چې غټ خيټي په تش خېټو ورسوريږي تل
چرته چې دروغ لکه کره سکه چليږي تل
چرته چې د ښکته نه اوبۀ بره بهيږي تل
چرته چې رښتيا خبره جرم حسابيږي تل

چرته چې هر يو سړے د ژبې نه تړلے دې
هغه زمونږ کلے دې ٬ هغه ستاسو کلے دې

چرته چې دهوکه ټګي فرېب خلق هنر ګڼي
چرته چې شريف سړے کم عقل لکه خر ګڼي
هر ذليل مالداره چې د هر چانه بهتر ګڼي
وجه د عزت چې خلق زر او صرف زر ګڼي

چرته چې دولت د خداۍ مقام ته رسېدلے دې
هغه زمونږ کلے دې ٬ هغه ستاسو کلے دې

چرته چې تيرې ته خلق شپه ورځې رڼا وائي
چرته چې ډيوې ته خلق ستورے د سبا وائي
چرته چې د خېټې سوداګرو ته ملا وائي
غټ کافر هغه وي چې خبره کښې رښتيا وائي

چرته چې قرآن باندې عمل خلقو پرېښولے دې
هغه زمونږ کلے دې ٬ هغه ستاسو کلے دې

چرته چې ګيدړ په ازمرو باندې غصّې کوي
چرته چې کارغۀ د باز بچو باندې غصّې کوي
چرته چې واړۀ تل په زړو باندې غصّې کوي
چرته کښې چې ښځې په سړو باندې غصّې کوي

چرته چې طوطي د بې غېرتو چغېدلے دې
هغه زمونږ کلے دې ٬ هغه ستاسو کلے دې

چرته ملکي چې تل د غلونو سرداران کوي
چرته د شريفو ضمانت چې بدماشان کوي
چرته چې کفن کښې حکومت په قبرستان کوي
چرته مالي توب چې د ګلونو قاتلان کوي

چرته چې د ګل په اونې پورې خر تړلے دې
هغه زمونږ کلے دې ٬ هغه ستاسو کلے دې

چرته چې کم اصل شوره پشت خلق عزت لري
ګرځي په جرګو کښې چې څۀ زور او يا قوّت لري
هر څومره کۀ نۀ سړے وي بيا هم شرافت لري
دا صفت ئې دېر دې چې دولت لري دولت لري

غاښ چې ماتولے شي هغه سړے ښاغلے دې
هغه زمونږ کلے دې ٬ هغه ستاسو کلے دې

چرته چې باران د خداۍ د قهر ورېدلے دې
هغه زمونږ کلے دې هغه ستاسو کلے دې

سعد الله جان برق

Saadullah jan barq poetry
Pashto Tines

Comments