نوے غزل
امجد شهزاد
ما ته نزدے به اخر بل څوک وي؟
ستا نه بغېر به زماخپل څوک وي؟
وائي ځه چرته به پاګل څوک وي
چې دَ دې خلکو نه بدل څوک وي
زما دَ قام دَ شعور تګ داسې دے
لکه پۀ دواړو پښو چې شل څوک وي
دا خلک څنګه پۀ دې ښار کښې ووسي
داسې بلد به دَ ځنګل څوک وي؟
دغه لټون يې بې ثمره نۀ وي
چې دَ رښتياؤ پۀ تکل څوک وي
چې غلي غلي محفلونه شي ټول
نو پۀ يارانو کښې درغل څوک وي
يو دَ خپل فکر خپل نظر نه سېوا
دَ ژوند پۀ لاره دَ چا مل څوک وي
دَ دسمبر دَ اوږدو شپو نه قربان
خو چې اودۀ دې پۀ څنګل څوک وي
مونږ خو ليدلے خنده رويه امجد
دا چې غمژن دے دا به بل څوک وي

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.