Skip to main content

Pashto ghazal, Rizwanullah Shamal

شمال غــــزل
ــــــــــــــــــ

 ستاخو په سرباندې په مړینه هم شمله پرته وه
د شمعې پښو ته دې پتنګه جنازه پرته وه

چې ناویتوب ته یې د سره تپوسل هم نۀ وه
دا خو یې لاس ته کــړه نۀ وه ،هتکړه پرته وه

یاد دې شې ما ستا د واده"سهره" لیکلې نۀ وه
خو خفه نۀ شې ماته خپله مرثیه پرته وه

 زمونږ تر مینځ دیوالِ چین وۀ،نۀ واګا نۀ ډیورنډ
زمونږ تر مېنځه د انسان په نوم رشته پرته وه

 د دې تصویر د فنکار ګوتو کښې د کاڼي زړۀ وۀ 
یوه ماشومه وه د مړې مور په سینه پرته وه

هغه کمــــــره ،هغه زما د کتابونو کمــــــره 
د مرګ نه پس مې خوب لیدۀ ورته تاله پرته وه

 د ژوند په بابله په دوۀ زړۀ کښې رالوې شوے یمه
چې د کټ سر ته مې کتاب هم تماچه پرته وه

 شماله خوب وینم هغۀ ورغوي اور اخستے 
زما په زړه چې به د کومې دلاسه پرته وه
ــــــــــــ رضوان الله شمــــال! ـــــ

Comments