Skip to main content

Pashto Poetess and Indian Film actress Zubaida of Charsada

دچارسدې پړانګو زبېده (زېب النساء)  -   دپښتو شاعره    اؤ 
د هند د ؤړومبي ټاکي(خبرې کؤونکي) فلم "عالم آراء" هيروئن۔
ليک : #مصطفىٰ کمال
                    د هشنغر زمکې چې دتاريخ، سياست اؤ لطيفه فنونو څومره روزنه اؤ پالنه کړې ده، دومره به ډېرو کمو سيمو په برخه کښې راغلې وي. زبېده بېګم، چې اصل نوم ېئ زېب النساء ؤ اؤ زبېده ېئ تخلص کؤ، د هشنغر په پړانګو ياسين زو کښې، د هغه وخت په يوه مقامي کورنۍ کښې، په کال 1911ء کښې پېدا شوې وه. د يوې حوالې مطابق، ېئ د پېداوښت نېټه 1901ء هم ده، چې په هېڅ ډؤل صحيح نۀ ښکاري. دا حسينه اؤ قابله پېغله، نۀ يوازې دپښتو ژبې شاعره وه، بلکې دخپلې بېمثاله اداکارۍ فن اؤ هنر د هندوستان تر بمبۍ ښاره رسؤلې وه --- اؤ هلته ېئ په کال 1931ء کښې دهند د ؤړومبي ټاکي فلم "عالم اراء" نه دخپلې فلمي خبريزې اداکارۍ اٰغاز کړے ؤ.
     سره ددې چې د هند په فلمي تاريخ کښې زبېده بېګم د هند دسچن رياست د نواب ابراهيم ياقوت خان لور ښودلې شوې ده، خو د پړانګو د ارواښاد اشرف غمګين د وېنا تر مخه، ديوې معتبرې کورنۍ سره د نسبت له کبله، دې مېرمنې خپله پېژندګلو بدله کړې وه.  غمګين ته ېئ د هشنغر قام قبيل اؤ خپل خپلوان معلوم وو، خو هغه پرې مصلحتاً چُپ ؤ، ځکه چې پښتانۀ په داسې خبرو ډېر زيات بد ګڼي. ممکنه ده چې مېرمن زبېده نواب ابراهيم ياقوت خان خپله لور ګرځؤلې وي اؤ ددې اصل شناخت ېئ پټ کړے وي. البته دا خبرې بيا هم تحقيق غواړي.
      زبيدې د کور محلت د يوې استادې نه قرآن پاک اؤ د پښتو نور څو کتابونه وئيلي وو اؤ دخپل ښائست اؤ قابليت سره سره ېئ، د خپلو جوړو  کړو مصرعو، نيمکو اؤ ساندو په وجه په چم ګاونډ کښې د يوې شاعرې په حېث هم  د جينکوالۍ شهره لرله. 
       د بعضو شهادتونو تر مخه زبېده په چارسده کښې وادۀ شوې هم وه، خو درې مياشتې پس ېئ دغه وادۀ ديوې غټې غلط فهمۍ له کبله، په طلاق ختم شوے ؤ. البته د هند دفلمي تاريخ د ريکارډ تر مخه، دې په هند کښې هم اول د مهاراج نرسېنګير اؤ بيا د دهن راج ګير ګيان سره ودونه کړي وو اؤ دوه بچي ېئ هم وو. ارواښاد اشرف غمګين ماته وئيلي هم وو اؤ ليکلي ېئ هم دي، چې دلته د طلاق نه پس زبېده پېښور ته لاړه اؤ هلته ېئ په تهېټر کښې کار شروع کړو، خو له دې ويرې چې خپلوان به ېئ مړه کړي، اٰخر بمبۍ ته لاړه اؤ هلته ېئ خپله پېژندګلو بدله کړه. 
      دې مېرمن د هغه زمانې په "دېوداس" اؤ نورو مشهورو فلمونو کښې هم اداکاري کړې ده اؤ دغسې د هند د مشهورو اداکارانو په ډله کښې ېئ ځانله ځاے کړے ؤ. دپښتو ژبې دا شاعره اؤ هنرمنده فنکاره د کال 1988ء د ستمبر په مياشت کښې له دې فاني دنيا نه رخصت شوه اؤ هم په بمبۍ (اوس ممبۍ) کښې خاؤرو ته ؤسپارلې شوه.
       دمېرمن زبېدې دپښتو يو غزل د نمونې په ډؤل ؤګورئ،
           
           خوشحاله  درنه   يم   به  دروازې    له   کۀ   راځے
            ديدن د   ځنکدن   بس  اندازې     له    کۀ    راځے

             ټول  عمر کښې خو پرېږده ځنکدن کښې کۀ رانغلے
             زما  درباندې  څۀ     بيا   جنازې   له   کۀ      راځے

             طبيبه   خداے د پاره  هېڅ  حاجت مې درته نشته
             چې  بيا    راله     رانۀ  شے،  ملازې  له  کۀ  راځے

             بغېر   د  هغه ښکلي  مې  علاج    کؤلے   نۀ    شے
             دپاره  د  زخمي  زړۀ    ترازې   له    کۀ       راځے

              ستا ځاے به په بدن کښې زبېدې روغ پاتې نۀ شي
             خالي  دواړه    لاسونه   تۀ   نېزې   له  کۀ   راځے

Zubaida
Zeb U Nisa
Pashto poetess
Pashto Times


Comments