غر چپه، قاصد بېخوده د دیدن لۀ تش خبره
ساقي ستړے پۀ طواف شو، خُم لا رنګ نۀ دے راوړے
کوم یو مست پۀ خود د راغلے، رنګ یې تښتي له اثره
ځان ته ”ځان“! وئيل د عقل، لۀ جنون سره ډغره
پیالې ځکه جنتي دي، دا سودا باسي لۀ سره
اِمامان د تذویر راغلۀ، فاتحه د ایمان اخلي
فرشتې تښتي لۀ کرکې، شېطان ځان ساتي لۀ شره
مجنون خوب کښې جنت ولید، هر څۀ وو لېلا یې نۀ وه
وې یارانو جنت شړ دے، ځان ساتئ لۀ دې سقره
د ادم ژبه خو مینه پوه پۀ خوند د هجر او وصل
دا جنت دوزخ لا څۀ دي؟ لږ خو پوه مې کړه دلبره!
زما سجده خاوري کیدۀ دي، ستا معراج ځانته کاتۀ دي
"مست تقدیر د ګناهونو، شېخ تدبیر دے بې هنره"
خیال د سترګو، خوند د شونډو، حال د نزعي بخت راپېښ شو
څومره مست تېر شوې ژوندونه! څومره خوږ راغلې سفره!
کوم تنکي حُسن ”خط“ راوړ، چې د زړۀ خلوت دې تور شو
بیا د کوم طالب لۀ زوره، ملا ګرځې دربدره
عبدالهادي عطایي ملا
Dawakht Zarb

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.