Skip to main content

Pashtun Hero Sher Ali Afridi

داپریدیو ملي مبارز شیرعلي اپریدی
------------------------------------
دجمرود شیر علي اپریدی چې دخپل هیواد دآزادۍ لپاره انګریزانو دتورو اوبو(کالا پاني ) په جیل کې قید کړی و . انګریزانو ده ته په نوموړي جیل کې دنا ئیتوب کسب ورښودلی و. د۱۸۷۲ زیږدیز کال دفبرورۍ په میاشت کې دهند لوی وایسرا لارډ میو ددغه زندان لیدلو ته ورغلی و، شیرعلي اپریدي دنائیتوب په چړې سره پر لارډمیو ګوزارونه وکړل او هغه یې وواژه . په پای کې انګریزانو نو موړی د ۱۸۷۳ کال دمارچ دمیاشتې په ۱۱ نیټه په هماغه زندان کې پاڼسي کړ.انګریزانو دشیرعلی قبر ځکه پټ وساته چې څوک پرې دیادګار په توګه کوم څلی جوړ نکړي ، ښایی دی به دوایپر په ټاپو کې ښخ وي .
دشیر علي اپریدي او دکالا پاني په جیل کې دټولو آزادي غوښتونکو شهیدانو ارواوې دې ښادې وي !



(

Comments