Skip to main content

Pashtuns in Hazara Haripur. History

د هرپپور پښتانه
هريپور د پښتونخوا د هزارې ډويژن حصه ده
هريپور يو لويه اولسوالى ده
هريپور په دواؤ غټو تحصيلونو او جغرافيه کى ويش ده
تخصيل غازى او تحصيل هريپور.
بيا اولسوالى په سمه او غريزه کى هم ويش ده
د هريپور ځنې سيمې د يو بل نه بيخي جدا لرې او بې لارو پرتې دي

لکه د بنير تر څنګ د امازو نه هريپور ښار ته يو ورځ کى د ګاډي لار ده خو د سين په وجه تګ راتګ نه کيږي
هريپور اولسوالى د ملکيت په حساب ټوله د پښتنو ده
د سمې او هوارو ميدانونو مالکان ترين درويش طاهر خيلي يوسفزى وغيره دي
او غريزې سيمې يې د مشواڼو ،يوسفزو او تنولو دي ځاۍ په ځاۍ د ګجر قام واړه واړه کلى هم شتى پدغه يادو سيمو کى.
د ژبې په حساب د هريپور پښتانه دوا ډلې دي

د ښار شاؤ خوا يا د سمې خلک يې هندکو وائي
لکه ترين درويش  وغيره
خو د غرونو او خاصه توګه د غازى تخصيل خلک يې پښتو وائي
پدغه پښتو ژبې پښتنو کى مشواڼيان غټ قوم دى چې د کنډي عمر خانې نه شورو شي او يو لويه غريزه سلسله ده چې د تربيلې نه تر د هريپور ميداني سيمې ګودوالو کلى پورې پراته دي
دوي پخپله زبه کلتور ولاړ خلک دي 
دويم غټ قوم يوسفزى دي چې ددوي د امازو څانګې خلک دي
او ددوي سيمه هم په پتاؤ امازو ياديږي چې هن د اباسين نه په لوئيديز پرته ده او لوئيديز او سوئيل ته يې  د بنير او سوابۍ سيمې پرتې دي 
په شمال کى تور غر شانګله او ختيز ته تناول او د اباسين سين  بهيږي
دا هم کلک  ميلمه پال او په پښتو ولاړ خلک دي
پرته له دې هريپور ښار شاؤ خوا کى غټ شمير د بر پښتانه پراته دي چې دا هم اوس ددې ځاۍ مقامي خلک جوړ شوى دي او غټ غټ کاروبارونه لري او غټ شمير کى اباد دي

ايمل


Comments