Skip to main content

Pashtuns in India. Pukhtana Pa Hind Ke

Pashtuns In India. Pukhtana Pa Hindustan Ki. Pukhto Tehqiq

(پـښـتـانـه په هندوستان کښې ) اوله برخه

زه چې نن په کومه موضوع ليک کوم ـ په دې باندې ډير ښه ښه ليکونه شوي دي او دا موضوع څه نوې موضوع هم نه ده ـ خو زما مرام او مقصد دغه دے چې پښتانه خپل مشران وپيژندي او دا خبره د مازغو نه اوباسي چې زمونږ مشرانو څه کړي دي؟ که هر څو په دې غرونو کښې زمونږ مشرانو غټ غټ سلطنتونه نه دي جوړ کړي او وجه ٸې دغه کيدے شي چې سلطنت ته چا پريښودي نه دي ـ ځکه چې په هر دور کښې پرې حمله آور راغلي دي او دوٸ ٸې تيت بيت کړي دي ـ خو که مونږ هم دغه پښتانه د هند په زمکه اوګورو نو هلته ٸې غټ غټ سلطنتونه جوړ کړي دي 


 او دا حکمراني څه داسې حکمراني نه وه بلکښې مثالي حکمراني وه چې دښمنان ٸې هم په صفت نه مړيږي ـ زما به دا هڅه وي چې زه دا خپل پښتون اولس ته ښکاره کړم چې دغه پښتانه چې د دې غرونو نه هند ته لاړل نو هلته ٸې استوګنه او بيا اقتدار څنګه حاصل کړو ؟ او بيا د زوال اسباب ٸې څه وو 



که مونږ د تاريخ په هر څومره کتابونو نظر اچوو نو دا به راته معلومه شي چې د پښتنو تعلق د هندوستان سره د محمود غزنوي او محمد غوري د حملو په وجه پيدا کيږي ـ
محمود چې په هند باندې کومې اوولس حملې کوي نو په هغې لښکر کښې ګڼ شمير تعداد د پښتنو وو ـ بيا د محمد غوري په لښکر کښې هم ګڼ شمير تعداد د پښتنو دے ـ
د دې حملو په وجه پښتنو هند وپيژندل او هند ته ٸې تله راتله شروع شو ـ
د وخت سره دغه قباٸل پښتانه د خپلو قباٸلي علاقو نه د هندوستان په لور لاړل او هلته ٸې استوګنه شروع کړه ـ
دغه پښتانه د هغه وخت په فوځونو کښې بهرتي شول او رورو مضبوتيدل ـ
د قطب الدين ايبک اکثر فوځونه هم په دې قبايلو پښتنو مشتمل وو ـ قطب الدين ايبک به دې پښتنو ته د قدر په سترګه کتل ـاو په خپل فوځ کښې به يې ښې ښې چوکې ورکولې 

دا حکومت تر ١٢٠٢ء قاٸم وو 

د قطب الدين ايبک نه پس د هند حکومت که د پښتنو به وو او که د ترکو خو فوځي طاقت به يې په پښتنو منحصر وو ـ
دې پښتنو ته به د هند د سرحداتو ذمه داري هم ورکولے شوه او دغه حفاظت به يې په ښه توګه سر ته رسول ـ
هم د دې فوځي طاقت په وجه د يو نه زياتو د پښتنو خاندانونو د دهلي په تخت قبضه وکړله 

د خاندان غلامان نه پس چې مونږ د هند د اقتدار واګې د چا په لاس ګښې ګورو هغه خلجي يا غلجي پښتانه دي 


د خلجي پښتنو  اقتدار د بختيار خلجي نه شروع کيږي ـ
د دې سړي خپل نوم اختيار الدين وو او په خټه خلجے پښتون وو ـ د محمد غوري لخوا په غزني کښې د غلجيانو د بهرتې افسر مقرر وو ـ غزني د موجوده پښتنو غلجيانو مرکز دے ـ 
بختيار غلجي دا نوکري پريښوده او هند ته لاړ ـ هند کښې ٸې د پښتنو په مدد يو ورګوټے شان جاګير تر لاسه کړو ـ
دې وخت کښې پښتانه په هند کښې ميشته وو ـ
د دوٸ په مدد ٸې په لږو ورځو کښې د بهار ټوله علاقه ونيوله 

 د دې نه پس ٸې په شمالي بنګال په دارالخلافه د اتلسو ملګرو سره حمله وکړه او راجه ٸې په تيښتې مجبور کړو ـ 
په دې ټوله علاقه کښې په اول ځل د پښتنو حکومت جوړ شو 


داسې رورو د خلجيانو سلطنت چې بختيار خلجي ٸې باني وو تر ١٢٠٢ء پورې په بهار او بنګال باندې خور شو ـ
د دې سلطنت په جوړيدو پښتانه په ډير شمير کښې په بنګال او بهار کښې اباد شو 


بختيار غلجي درې کاله حکومت وکړو خو د خپل يو امير علي مردان  دلاسه په ١٢٠٥ء کښې ووژلے شو ـ 
دغه علي مردان هم د خپل يو امير دلاسه چې په عوض خلجي ياديږي ووژلے شو ـ
عوض خلجي چې روستو د غياث الدين لقب اختيار کړو ـ دا سړے دولس کاله  د بنګال حکمران پاتې شو ـ
په کال ١٢٢٦ء کښې په بنګال د دهلي فوځونو حمله وکړه او د پښتنو دغه حکومت ختم شو 



انشاءالله  نور بيا ـ ـ ـ ـ ـ

Comments