Skip to main content

Pathan, Bathan, a look into history

د بطان يا پټان چه په زبر سره ليک شی معنا او مطلب:-

ډيرو تاريخ ليکونکو د ذکر کړے دی لکه هروی او نورو ګنړو کسانو چه قيس عبدالرشید چه رسول الله سره ملو شو د فتح مکه نه پس چه ډير په مړانه جنګیدلے وو په دے بنا يه ورته د بطان لقب ورکړو ـچه معنی يه د کشتي "ملا تیر" دے ـ او د يه ورته ځکه او وئيل چه د ډير کلک لرګے وی او کشتي ټوله په دے ټينګه وی.  نو پښتون قوم هم ډير بهادر او کلک وی.  د لفظ روستو بيا په پټان سره مشهور شو. 
يو بل محقق وائی چه نه نعمت الله هروی چه کومه معنی کړے ده هغه لګ تيروتے دے په دے کي هغوی دا د المبطنته په معنا اغشتی ده چه کشتی يا سينے ته ووئيلے شی. مخکے وائی چه اصل کښے د تورے البطان په دوه معنې لری  يوه د هغه تانګ چې اسپ پالان په کلک تړلے شی. بله هغه خاصه کپړا چې اسپ د مچانو ماشو تنګولو نه منع کوي ځکه بطانه استر يا اوچاړ ته هم وائي او خیلخاني ته هم وائی.  او مخکے ورپسي  وايي ځکه يه د لقب ورکړو چه پښتانه د پخوا نه د اسونو کاروبار کي او اسونه ساتي. 
پورته چه کوم ذکر مونږ اوکړو د دواړه خبرے غلطي دی او خلک يه په دهوکه کښي ساتلے دے.  اول هو داسے سړے چه نوم يه قيس عبدالرشيد دے رسول الله صلی الله علپه واله وسلم سره ملو شوے نه دے.  نو لقب به د کوم ځاے ورکړے وو.  دويمه خبره دا ده چه کوم بطان خبره دوی کوی نو د بطان تورے د ب د لاندے چه زير اولګے نو معنی د اسپ پالان په تړلے شی يا هغه کپړا ده چه اسپ د مچانو ماشو نه بچ کوی.  دوی خبره د بَطان کوی چه د ب تورے د پاس زبر دے او معنی ورله د ب د زير لاندے بِطان کوی . ځکه چه خلک نن صبا هم پَټان تورے په زبر سره ادا کوی نو پکار هو د بَطان دے.
اوس راځو چه بَطان چې ب باندے زبر دے څه معنی ورکوی.  بَطَّان بروزن فعّال مبالعه صيعه ده.  چه په مبالعه کښے د ډير والے معنی ورکوی.  نو د بطان مطلب شو "غټ خيټے " . نو ټول پښتانه په غټ خيټے اوبللے شو.  آيا داسے کیدی شی چه رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم د نوم ورکړے وی؟ نه جناب چرته هم داسے نشی کيدلے.  دا په پښتون پسي چه د ځان نه افسانه جوړه کړے ده.  د یو تاريخی غلطی جان بوجه کي چا کړے ده.  خلکو له پکار دی چه داسے غلط تاريخ نه ځان بچ اوساتي.

Comments