پوونده یا سوداګر کوچیان څوک وو؟
Povindah Nomads
------------------------------------
پوونده دافغانستان او پښتونخوا دپښتني کو چیانو هغو ډلو ته ویل کیږي چې دوی دخپلو څارویو او مالونو دپو ولواو څرولو تر څنګ په اووه لسمې ، اتلسمې ، نولسمې او دشلمې پیړۍ تر نیمایی پورې دغزني ،پکتیکا ، زابل او کندهاره منځني ایشیا ،بخارا او سمر قند ته ، همداراز دایران مشهد او اصفهان ته او دکراچۍ ، بمبئي او کلکتي ،پورې دخپلو اوښانو ،آ سونو ،کچرو او خروپه ذریعه سفرونه کول او دافغانستان ځیني محصولات لکه وچې میوي ،غالۍ او نورڅیزونه به یې هغوځایونو ته وړل او دهغه ځایونو نه به یې ډول ډول وریښمین ټوکران، ددیګ مسالي او نورتوکي افغانستان ته راوړل.
دغو پوونده سوداګرو دخپلو سوداګریزو کارونو دترسره کولو لپاره دڅو لارو نه ګټه اخیستله . ددوی یوه ډله دغزنی نه دکندهار له لارې ژوب ، دکاکړو سیمې او دګومل درې نه ځانونه دیره اسما عیل خان ته رسول ته او له هغه ځایه سند ، کراچۍ ، بمبئي او کلکتي ته تلل .
بله ډله به یې چې منځنۍ ایشیا ( بخارا او سمرقند ) ته تله نو دکندهار ه به یې خپل مزل پیل کړ ، لمړی به هرات او دبیا دترکمنستان دمروې له لارې ځانونه سمرقند او بخارا ته رسول .
دغه پوونده سوداګر کوچیان ډیر جنګیالي خلک وو.دوی له ځانونو سره وسله والې ډلې درلودلې چې په وسلو به سنبال او مجهز وو ، څو غله او شوکمار دوی ته کوم زیان ونه رسوي او له دوی نه ساتنه وکړي .همداراز دوی له ځانونو سره څیروونکي او داړونکي سپي هم درلودل چې ددوی دڅارویو ساتنه به یې کوله . ددغو پووندوه وو هرکاروان به لږ تر لږه د۲۰۰۰ تنو په شاو وخوا پوونده سو داګرو نه جوړ و .ویل کیږی چې په ټول افغانستان کې دټولو پوونده وو دوسله والو کسانو شمیر لس زرو تنو ته رسیده .هغه وخت چې پیرنګیانو دهند پر نیمې وچې ( پاکستان او هندوستان) باندې خپل راج او ځواک چلاوه نو کله به چې دغه پوونده سوداګر به دبرتانوی هند ساحې ته نږدې شول نو انګریزانو به دوی بې وسلې کړل او کله به چې بیرته دهندوستانه راستانه شول نو انګریزانو به ددوی وسلې ورته بیرته ورکولې
دغه پوونده پښتانه سوداګر زیاتره غلجي پښتانه وو او دپښتنو په دغو لاندنیو قبیلو پورې یې اړه درلودله :احمدزي ، خروټي ، سلیمان خیل ، نیازي ، نا صر ،تره کي ، دوتاڼي ( دفتاڼي )او لواڼي .

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.