ګندهارا او قندهار.
دا ېو ناسم کار دې چې مونږ د ګندهارا او قندهار ترمنځ څه نا څه تعلق پېدا کوو د ګندهارا او قندهار ترمنځ هيڅ تعلق نشته دا ظاهري نزديکت هسې ېو اتفاق دې . قندهار په زوړ تقسيم کښې د اراکوزيا په تپه کښې وو چې بېا روستو د ،ساکوستان ،او ،سيتان ،په نامه ېاد شوې . پدغه وېش کښې ګندهارا ېو بېل ځائې وو چې نن ئې په شمالي او سويلي نومونو ېادوو چې باخترېا او نورې سيمې وې. ګندهارا ډېر لرغونې نوم دې چې په رګ وېد مها بهارت کښې ېاد شوې د مسيح د ولادت نه ېو نيم زر کاله پخوا وو. په مها بهارت کښې د ،کوروانو ،د پلار د ،هرت راشټر ،ښځه او د ،پانډوانو ،مور د ګندهار د راجا لور وه او د نوم په ځائې ورته هر ځائې کښې ،ګندهاري، وائل شوې . قندهار نوم د سکندر نه پس پېدا شوې چې چې بنېاد ئې هم ،سکندريه ،وه چې دلته هغه جوړه کړې وه . هم سکندريا ېا الېګزنډرېا بېا سکندريه او قندهار شو . ګندھ په سنسکرت کښې او زړه هند يورپي کښې ،بوئي ،ته وائل شي د ښه او بد لپاره ورسره ، سګنده ،او ،درګنده ، بد بوئي ،وائل شوې چې دا نوم ددې خطې د ،ګلونو او خوشبو له وجې کېښودل شوې . چې نن هم تر پېښور باجوړ سوات پورې وطن ته د ګلونو
وطن وائي د اودهېانه نوم ددې نه زوړ دې .
پښتون قام که نسل.
سعد الله جان برق.
Pashto Times

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.