رضیه سلطان ( ۱۲۰۵-۱۲۴۰زیږدیز/میلادی) :
---------------------------------------------
رضیه سلطان دهند دمریانود کورنۍ ددریم واکمن ، سلطان التمش یا التتمش( 1211–1236)لور وه چې دنسب سلسله یې غوري پاچاهانو ته رسیږي. نوموړې دهند داتهر پردیش په بدایون نومي ځای کې زیږیدلې وه . .نوموړې پر خپل پلار التمش باندې ډیره ګرانه وه ، له همدې کبله یې پلار په خپل ژوندانه کې دخپل سلطنت ولیعهده وټاکله. همدارنګه یې دې ته پوځي زده کړې ورکړې او په دې کار کې یې ستر مهارت ترلاسه کړ.رضیه سلطان په آس ځغلولو او نښه ویشتلو کې هم مهارت درلود . همداراز یې پلار ورته ددیني عالمانو نه زده کړې هم ورکړې وې او په دیني علومو کې هم تکړه وه .او قرآن شریف او داسلامي فقهې او نور و متداوله علومومو زده کړه یې کړې وه او کتابونه یې لو ستلي وو. کله چې التمش مړشو نو درضیې ورور رکن الدین فیروزشاه د خپلې مور ترکان خاتون په ملاتړ دسلطنت واګې ونیولې . نوموړی یو عیاش او بې کفایته انسان واو دحکومت چارو ته یې پاملرنه نه کوله . له همدې کبله وو چې ددربار امیران چې په هغو کې ملک اعزالدین ، د لاهور حاکم ملک علاّ ء الدین شېرخانی ، د هانسي حاکم ملک سيف الدین ،د ملتان والي ملک اعزاز الدین ، تاج الدین غوري ، بهاالدین حسن غوري ، ملک کریم الدین او همدا رنگه نوردرباریان سره راټول شول او رکن الدین فېروز شاه يې تر شپږو مياشتو او اتلسو ورځو وروسته دسلطنته بې واکه کړاو زوي او مور دواړه یې ووژل.
تر هغه وروسته درباري امیرانو سره سلا او مشوره وکړه چې دهغې مشره خور رضیه سلطان دهند دسلطنت پر ګدۍ کښینوي . رضیه سلطان په هندوستان کې لومړني مسلمانه میرمن وه چې دډهلي دواکمنۍ پر ګدۍ یې تکیه وکړه .کله چې په ۱۲۳۶ زیږدیز کال واکمنۍ ته ورسیده نو د جلال ا لدین رضیه سلطان لقب یې غوره کړ. ویل کیږي چې ددې دسلطنت موده ډیره ښه تیره شوه او تل یې درعیت سره ښه چال چلند کاوه او دسلطنت واګې یې په ډیره ښه توګه اداره کولې .سلطان رضیې د خپلې واکمنۍ په وخت کې تل عام دربارجوړاوه او درعیت ستونزو او عرایضو ته به یې غوږ نیوه او د نارینه وو جامې به یې اغو ستلې . دې پخپل نامه سکه هم جاري کړه دسکې پر يوې خوا يې داسې لیکل شوي و : عمد هّ النسوان ملکه زمان سلطان رضيه بنت شمس الدین التمش . او پر بلې خوا يې داسې لیکلي و : ضرب بلد هّ ډهلي سنه ۶۳۴ جلوس
په دغه وخت کې ددې پلار التمش له وخته یو تن په دربار کې ستره پوځي دنده درلوده چې یاقوت نومیده او حبشی و . داسې ویل کیدل چې رضیه سلطان نوموړې خپل سلاکار او مشاور وټاکه او وروسته یې ورسره مینه پیداشوه . وروسته تردې ددې بل ورور معزالدین بهرام ددې بر خلاف راپورته شو او په ۱۲۴۰ کال کې یې دنورو درباریانو په مرسته ځواک ونیوه او رضیه سلطان یې دسلطنت دچارو نه بیواکه کړه . په دغه وخت کې ملک انتونیه چې دپنجاب دبټنډا دسیمې ګورنر و او هغه هم درضیه سلطان مخالف و رضیه سلطان او یاقوت ونیول . یاقوت یې وواژه او رضیه سلطان یې په زندان کې واچوله ، خو تر هغې وروسته رضیه سلطان دې خبرې ته اآماده شوه چې ور سره واده وکړي تر واده وروسته .بیا ملک انتونیه او رضیه سلطان دمعزالدی بهرام پر خلاف جګړې پیل کړې خو هم ملک انتو نیه او هم رضیه سلطانه دواړه ووژل شول .دملک انتونیه او رضیه سلطان مزار په زاړه ډیلی کې ترکمان ګیټ ته نږدې په بلبلي خانه کې دی.دمړینې په وخت کې نوموړې پنځه دیرش کلنه وه . په کابل کې هم دسلطان رضیه په نامه یو های سکول ( لیسه ) شته . همداراز په ۱۹۸۳زیږدیز کال کې دهند دبالییووډ سینما درضیه سلطان په نامه یو فلم هم جوړ کړی دی چې فلمی ستوری یې دهر میندر او هیما مالني دي
https://youtu.be/NQu0OgUUZEU

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.