Skip to main content

Second Migration of Saka Tribes

لاندې څېړنه د ساکانو دويم مهاجرت سره تړاو لري کوم چې د سترسکندر د يرغل نه پس شوے وو۔ د دې سيمې لرغوني ساکان هغه دي کوم چې ويدي ادبياتو کې ياد شوي دي ۔۔۔۔۔۔۔۔ ملي پاڅون
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
مذهب
Religion
دا حقيقت روښانه کول ډېر اړين دي چې د څېړنې له مخه د زرتشتي مذهب نه مخکې زرتشتي ديوتا موجود وو ۔ ساکا د زرتشتي ازم مننوکي وو خو د زرتشتي مذهب پېرکار نه وو يانې ساکا ټبرو د زرتشتي ازم ګروهه درلودله ۔ د دې نه مالوميږي چې زرتشتي ديوتاګان اهورا مزدا (Ahura Mazda) او سپينته ارمېته  (Spenta Armaiti)  د زرتشتي مذهب نه اګاهو موجود وو او شاهد چې د پروتو - هندو -ايراني اندرونوف (Andronovo) خلکو نه هم پخوا ۔ د مذهبي نومونو (اصطلاعاتو) ، د همهاله او ساکي ژبو د شننې په بنياد ساکا ټبرو د ستر مهاجرت او هندو -ساکا دور نه کېدے شي لا پخوا د اهورا مزدا ( د جنت خداے) ، د لمر سره  کلک تړاو او سوانته ارمتي (Svanta Armati) ( د ځمکې ديوتاني) پرښښ (عبادت) کولو۔ په ساکا ژبه کې اورميسدې(Urmaysde)  لمر (Sun) د ژبنيز (اوړون له ) پلوه زړې پارسي ژبې ته په ‘‘اهورا مزدا‘‘ اوښتي وي ۔ د ساکا ټبرو ترمينځه د اهورا مزدا د لمر سره  کلک تړاو احوال د هيرودوتس ليکنو کې ليدل کيږي ۔ هغه ليکي چې ماساګيتۍ چې د ساکا ټبرو اتحاديه وه ، په ځانګړه توګه د لمر پرښښ کولو او لمر ته به يې اسونه بلهاري (قرباني) کول او دا ګروهه يې لرله چې څومره ګړندے ساکښ قرباني کړے شي نو دومره زر خداے ورکړه ورکوي ۔ ساکا " سسندراماته " (ssandramata)زړې پارسۍ ته ‘‘سپينتا ارمېتي’’ (سپين تمن)) (Spenta Armaiti)  په بڼه اوښتے دے ۔ پسته (Late)  زتشتي ازم کې ‘‘ سپينتا ارمېتي’’ د ځمکې پالونکے (Patron) وو( څربه ځمکه ، پاک ځاے) ۔ د دې نه سربېره د ساکا ځنې ټبرو د " هوما " پرښښ کولو ۔ د ساکا يو ټبر چې پرشين هخمنشانو پېژندلو او د پرسيپولس او نقش رستم په ليکنو کې هم ليدل کيږي " ساکا هاوماورګه " (Haomavarga)يا هوما څښلو واله ساکا وو ۔ هوما د بوټي نوم هم وو او زرتشتي مذهب کې د ديوتا نوم هم وو۔  پخوا د  " هوما "  بوټي  پېژنګلو په سر ډېرې ناندرې (Controversy)رامينځته شوې دي خو وروستۍ څېړنې ښاي چې دا هارلم پوټے (Harlem plant) دے (چې د نشې/ مستۍ دپاره به کارول کېدو) ۔ ددې څښل به د عبادت په وخت کېدل ۔ دا بوټے به غرګوټي سره اوټکولے شو ، اوبو کې به واچولے شو ، دغه اوبه به پيالۍ کې نچوړ کړې شوې ( دا چې لکه د بنګ بوټي ته اشاره کوي ولې چې دا نشه يي بوټے د امو درياب نه واخلې تر پنجاب پورې راټوکيګي - ژباړن ) او بيا به زرتشتي ملايانو د تلاوت په وخت څښلو ۔ ( په دې وجه هيرودوتس دې ساکانو ته د سکوتين نوم ورکړے وو او سکوت يوناني ژبه کې پيالۍ ته وائي - ژباړن ) ۔ د دې نه سربېره د هوما جوس به يې د يوبل بوټي سره هم تيارول چې ېبېدرا(ephedra)نومېدو ۔
دا خبره د يادونې وړ ده چې د شمال ختيځ ساکانو ژبه د مذهبي نومونو(ترمونو) نه ډکه ده ۔ ښاي چې ساکا د ديوداس ، يازاتس او بهګا عبادت کولو۔ د ساکا راوکه په اړه مونږ سره نېغ په نېغه څه مالومات نشته خو ممکنه ده چې دويۍ هم دغه ډول عبادتونه کول او دغه ډول ګروهې يې لرلې څنګه چې نورو ساکا ټبرو درلودلې ۔
د ساکا دغه پورته مذهب او مذهبي ګروهه په دويمه ميلادي سلنه کې د کوچيانو د ستر مهاجرت او هندو­­­ـ ساکا د دور نه مخکې خبرې دي ۔ د ساکا راوکه د ګريکوـ باختر او ګندهارا / کاپيسا رانيولو نه پس چې خپل ځان يې مرکزي ، جنوبي اسيا او ختيځ ايران ته اوښودلو نو دويۍ د دغو ابادو مغلوبه سيمو د خلکو مذهبونو سره مخامخ شول ۔ دغه وخت ساکانو د يونانيانواو هندوانو ګروهې د مخه سره اومنلې او د هغوۍ خدايان او ديوتاګان يې خپل کړل ۔ داسې دويۍ څه د سياسي مرامونو تر سره کولو دپاره وکړل او چا د زړه نه خپل کړل ۔ څنګه چې يې مخکې يادونه شوې ده د  هندوـ ساکا په سيکو د يوناني ديوتاګانو زيوس، نايکا څېرې په توليزه توګه ليدل کيږي او ورسره د نورو ديوتاګانو ارتيمس، تايچي، هرمس، هراکلز (هرکولس) ، هيلس، پوسيدن ، اتهيني او داوسکوري څېرې هم ليدل کيږي ۔ څنګه چې هندوـ ساکا د جنوب او ختيځ پلو ته خپاره شول نو هلته يې د هندوستان ديوتاګان لکه سيوا، ابيشيکا ـ لکشمي او ګاچا لکشمي هم خپل کړل ۔ په وروستو وختونو کې يې بدهه مت هم خپل کړے وو چې په دغه ساکانو کې د ماتورا کشاتراپه (ساکي واکمن) ډېر ښکاره دي ۔ په ماتورا کې د زمرو واله دونکاچه ښاي چې دغه ساکا واکمن د مهاسامغيکس فرقې خلاف د سروستيودين مننونکي وو۔ بيا ورپسې ستر هندي ساکا کشاتراپه د بدهه مذهب نښه کراکره (تاش يا تاس، کاسه) خپله فوجي نښه هم ګرزولې وه  ۔

Saka
Pashto
Pashto Times
Pashto History


Comments