دپښتو ژبې شاعر شیخ عیسی مشواڼي
---------------------------------
مشواڼي له آره غرغښتي پښتانه دي چې نه یوازې په افغانستان ، پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا کې اوسي ، بلکې په هند کې هم ډیرشمیر مشواڼي میشته دي .
دمشواڼيو په قبیله کې یو شاعرهم شیخ عیسی مشواڼی تیر شوی دي چې دسوری شیرشاه دواکمنۍ معاصر دی او دهندوستان په دامله کې اوسیده. دامله(* ) دهند دبیهار په ایالت کې دیوه لوی کلي نوم دی . شیخ عیسی مشواڼي به دامله کې ځمکې او جایدادونه درلودل . یوه ورځ چا شیرشاه سوري ته شیطاني وکړه چې شیخ عیسی شراب خور دی ، خو دشیرشاه سوري سړي چې هلته ورغلل ویې لیدل چئ دده په صراحي کې شراب نه بلکې شودې ( پۍ ) وې .
دشیخ عیسی مشواني په اړوند دوه تاریخي منبع دي چې دده یادونه یې کړې ده . یو هم دنعمت الله هروي ( مخزن افغاني ) او بله هم ( پټه خزانه ) چې محمد هوتک لیکلی ده . ویل کیږيچې شیخ عیسی مشواڼی یو صوفي شاعر واو دخدای په توحید کې یې په پښتو ، پارسي او هندي ژبو شعرونه لیکل.
دده نور احوال موږ ته معلوم نه دی خو دومره پته شته چې دی تر ۹۰۰ لیږدیز /هجري په وروستیو او یا هم ددغو کلونو په شاو خوا کې ژوند کاوه .لوی استاد ارواښاد علامه عبد الحی حبیبی کند هاري هم دپښتو ادبیاتو په تاریخ کې دده یادونه کړې ده .
لکه چې دمخه مو وویل شیخ عیسی مشواڼی دپښتو ، پارسي او هندي ژبو شاعر و.
داهم دده دپښتو شعر یوه بېلګه :
پخپله کار کړې ، پخپله انکار کړې
کله بادار یم ، کله مې خوار کړې
ته خو قادر یې په صفتونو
کله مې نور کړې کله مې نار کړې
عیسی حیران دی په دې شیونو
کله مې یار کړې ، کله اغیار کړې
------------------------
منابع او ما خذونه :
۱- دپښتو ادبیاتو تاریخ ، ۵۸۱- ۵۸۲ مخونه
۲-پټه خزانه ( ۷۵ ) مخ
حیات افغاني ( ۴۴۱ مخ)
(* )Damla is a large village located in Bisfi of Madhubani district, Bihar, India. It had 4,093 residents in 806 families as of the 2011 census. Damla is situated at bank of Kamla River.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.