شیخ کټه علیه الرحمه د(لرغوني پښتانه ) تاریخ لیکوال
--------------------------------------------------------
دپټې خزانې دکتاب په حواله شیخ کټه علیه الرحمه دشیخ یوسف زوی او دشیخ متی لمسی و. شیخ متی ته (کلات بابا) هم وایی . دشیخ کټه مور ( مرادبخته ) نومیدله.شیخ کټه علیه الرحمه په اصل کې خلیل پښتون و چې په غوریاخیلو پښتنو ورګډیږی، خو موریې ځمنده ( زمنده ) پښتنه وه چې ځمند پښتانه هم په غوریاخیلو پښتنو ورګډیږی.
شیخ کټه علیه الرحمه د۷۵۰ هجری/لیږدیز کال په شاو خواکې اوسیده او دپيښور په شمالي برخه کې یې ژوند کاوه . ده دافغانستان مرکزي برخې غورته هم سفر کړی واو دغور په بالشتان کې یې دهغه وخت دمشهور مورخ محمد بن علي البستي کتاب ( تاریخ سوري ) یې لیدلی و . دپټي خزانې دکتاب لیکوا ل محمد هوتک لیکي : دشیخ کټه کتاب ( لرغوني پښتانه ) دده سر ه و او شیخ کټه په خپل کتاب کې د ( تاریخ سوري ) نه پکې ډیرې حوالې ورکړي وې . که څه هم دشیخ کټه علیه الرحمه تاریخي کتاب ( لرغوني پښتانه ) اوس ورک دی ،خو داسې ښکاري چې دغه کتاب دپښتنو پاچاهانو ، پوهانو ، شاعرانو ، لیکوالانو او جنګیالیو خلکو تاریخ و او دډیرو پخوانیو پښتنو شاعرانو شعرونه هم پکې راغلي وو .دشیخ کټه یادونه په بل تاریخي کتاب مخزن افغانی کې هم راغلې ده چې لیکوال یې نعمت الله هروی دی.
لنډه داچې دشیخ کټه بابا کتاب ( لرغوني پښتانه )دپښتنو دلرغونوزمانو دپښتنو تاریخ و او که اوس دغه تاریخ وای نو زموږ پښتنو دتیر وخت ډیر ې تاریخي پیښې به راته څرګندې شوې وای.
---------------------
ما خذونه:
۱- مخزن افغاني۳۰۵ مخ
۲- پټه خزانه ۲۹ مخ
۳- دپښتو ادبیاتو تاریخ ۶۲۴-۶۲۷ مخونه

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.