Skip to main content

Shentoism and Music

شنټو ازم کې ایما دیوی او  موسیقی..  4

ایما: -  پخوانی بختور جاپانیانو به د شنټو عبادت خانوں تہ اسپونه راوستل. او په خاص توګه به. یې د جنګ ګټلو په نیت ولے چې ایما دیوی د دوئ  د جنګ ګټلو دیوي کنړلې شوه.  نو د اسپونه به هلته په دربار کې د دربار منجاورو ته پریښودل.  او په روایتی توګه به غریب خلقو د اسپو تصویرونه جوړ کړل هلته به. یې را زوړند کړل.  د یو علامتی رواج جوړ شوې وو.  چا به د مارانو او چا به د غشو تصویرونه په خانقاه دربار کی رازوړند کړل د خپل خواهش پورا کولو دپاره.   
فکر کوم چې داسې ډهکوسلے د هر مزهب یوه اهمه قصه وی.  بدهزم او هندو منت کې دغه ټول شیونه شته.  او په الهامی مزهبونو کې هم موجودې دی.  رازئ د شنتو ازم موسیقی لوری ته پام کیږو. 

کاګورا: -   د شنتو ازم یو پخوانۍ رسمونو کې اولنئ رسم کاګورا Kagura دې. دا یوه مزهبی نڅا. رقص ده.
کاګوره مطلب دغه دې یې مزهی رقص. د جاپانیانو عقیده ده.  چي کله کاګوره نڅا شروع شی نو کامی دیوی سره بیا اړیکې تینګې شی.  یاد ولري. """" کامی دیوی د شنتو ازم ټولو نه غټه دیوی ده. کامی مطلب معبود د ټولو نه غوره.  داسې د اعلی طبقے خلقو ته هم کامې ویی شی. او کمې درجې خلقو ته شیمو ویی شی.
د شنتو ازم مننوکې عقیده لری چې کله کاګوره رقص پیل شروع شی . نو کامی دیوی هغه رقص ځائ ته راشی.  خواه هغه په سیندونو یا د ژاورو اوبو په تل کې ولې نه وی. په دی رقص کې موسیقي خاص اثر لری.  د دی رقص په موسیقۍ کې شپیلۍ بانسري ژغ ته یو ډیر اهم مقام حاصل دې. په دی رقص کي د کامی دیوی سره د عقیدت سندرے ویی شی. د جاپانیانو شنټو منونکو عقیده ده.  چې دی وختې د کامی دیوی سره د زمکې اسمانونو  پخوانی د دولس پیړیو نوره دیوتاګان هم راشی. او به دی رقص د رحمتونو باران وریدل شروع شي. 

میکوکا ګورا Miko kagura

دا هم د جاپانیانو یو روړ قدیم رقص دې.  د شنټو په عبادت خانو کی د ننه صرف ښځے د نڅا کوی. 

شنټو موسیقۍ ته ګاګاکو Gagaku ویی شی.  مطلب پخوانی مرهبی سندرے موسیقی او نڅا ګډا. ( د دیوتا خوشالول) 
د دی ګاګا کو دوه قسمونه دی. 
 
مائ کاګورا Mi Kagura 
د هم شنټو ازم پخواني رسم دې. د بادشاه او په لویو عبادت خانو کې ویله شی. 

ساټو کاګورا Sato Kagura
د صرف په عبادت خانو کې سندرے او موسیقی وی.  د بادشاه په دربار کې نه شی ویله.  
د موسیقی اهم سازونه.  شپیلۍ. ډول او تنبوره وی په کلیوالو علاقو که نوره د موسیقي الات شیونه هم وی ورسره ..

نور بیا ......

Pashto Times
Pashto History


Comments