#شېرشاه_سوري:
یوه ورځ شېرشاه ډېر غمګین وه، نو چا ترې تپوس وکړ چې تاسو خو په ډیر لږ وخت کې د بهار نه تر سندھ ټول هندوستان فتح کړو، همایون ایران ته تښتیدلی دی، په سلطنت کی استحکام دی، بیا په څه خپه یې؟
شیر شاه سوري ورته وویل څلور ارمانونه زما په زړه کې دي:
اول:
زما ارمان وو چې پښتانه د غرنۍ سیمو نه راکوز شي او له نیلاب څخه تر لاهور پورې په اوارو ځمکو کې د سیندونو په غاړه اباد شي، او تمدُُن طرف ته لاړ شي.
دوهم:
غواړم لاهور ونړوم؛ ځکه چې هر تیري کوونکي ته ټول جګړییز امکانات برابروي…
دریم:
ارمان مې دا دی چې تر مکې معظمې پورې لویه لار او پنځوس لوی لوی ودانۍ د هغي په اوږدو کې جوړې کړم چې زموږ د وطن حاجیان په راحت شي.
څلورم:
غواړم په پاني پټ کې د سلطان ابراهیم هدیره جوړه کړم او مخامخ د چفتای سلطان بابر قبر ورته جوړ کړم…
✍️ د سوري شېرشاه پادشاهي، استاد شهسوار سنګروال
ـــــــــــــــــــــــــــــ
#منډيګک_تاريخي_بنسټ

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.