Skip to main content

Swara Tradition. History of Swara in Pashtun society

پښتنو کې د سورې رواج او د هغې تاريخ 
هيرودوتس :
مېرمن ارينس د ليديا باچا الياتس لور د ماد باچا استياګس مېرمن او د سترکورس خواخې وه ۔ 
له دې وروستو چې اوليدل شول چې الياتس Alyattes  به د کاياخرس Cyaxares په غوښتنه ساکان Scythiens  بيرته ور نه کړي نو د دې په سر د ليديا  Lydia او ميديا Media ترمينځه پنځه کاله جنګ اوشو ۔ دغه جنګ به کله يوې غاړې او کله بلې غاړې ګټلو او بايللو ۔ يو ځل دغه جنګ د شپې په وخت اوشو ۔ د جنګ په شپږم کال کله چې دواړه فوجونه توازن سره جنګېدل يوه پېښه رامينځته شوه چې د جنګ دوران کې سپينه ورځ په شپه واوښته او تورتم خپور شو ۔ تالس  اف مليتوس*  Thales of Miletus د لونيانو خلکو ته د دې پيشنګوي له مخکې کړې وه چې په دغه کال به داسې پېښه مينځته راځي  او هم په دغه کال داسې اوشول ۔ کله چې ليديانو او ماديانو دغه حال اوليدو نو د جنګ نه يي لاس واخستو او روغې جوړې ته اماده  شول ۔ د دويۍ په مينځ کې چې چا د روغې جوړې خبرې کړې وې   دغه  سينيسيان اف سيليشيا*  Synises of Cilicia او د بابل لبينېتوس Laybnetus of Babylonians وو۔ دويۍ دا وړانديز وکړو چې روغه جوړه به په سوګند او د سورې wedlock  په بنياد کيږي ۔ دغه جرګې دا پريکړه وکړه چي الياتس به د کاياخرس زوے استياګس ته خپله لور ارينس  Aryenis ورکوي ، ولې چې د قوي تړون نه پرته دوامداره صلح ممکنه نه وه ۔ دغه خلک د يونانيانو غوندې په سوګند روغه کوي او د دې نه سربيره دويۍ د يو بل د لاسو څرمن څيري او دغه وينه څټي ۔

Pashtun history
Pashto Times
Pashtun culture
Pashtun socialogy

Comments