«د پښتو د تاريخ بله الميه»
لیکوال: سعدالله جان برق
***
د پښتنو دغه الميه خو په خپل ځای چې اوس يې هیڅ علاج نشته' چې دی د دين د غلط تعبير او تفهيم په وجه د خپل تاريخ، خپلې ژبې، خپل ادب او خپل ثقافت نه محروم کړی شو چې مونږ ورته د قومى ياداشت او حافظې ورکېدو په نظر کتلی شو. اندازه ددې نه اولګوئ چې اوس لږه موده کېږى، غالباً چې د ضياالحق دور وۀ؛ د پښتونخوا په اسمبلۍ کې يو ممبر چې نوم يې ما نه اوس هیر دی؛ هغۀ اووې چې زموږ ثقافتي ورثه يعنې اثار قديمه ورکېږي; لګيا دي ځکه چې کوم آثار ترلاسه شوې دي، سرکاري اهلکارو هغه غېب کړې او سمګل کړې دي او د هغو په ځای يې جعلي آثار په ميوزمونو او ذخيرو کې ايښې دي. ددې قومي ثقافتي ورثې د حفاظت بندوبست پکار دی. ناڅاپه د دير نه د اسمبلۍ يو اسلامي پارټۍ سره تعلق لرونکی ممبر راپاڅېدۀ، قراقلي يې په سر سمه کړه او شروع شو' چې زموږ دغه د کفر آثار زمونږ ثقافت نۀ دی، زموږ ثقافت اسلام دی، دغه کفري آثار چې څومره تلف کړی شي ښه ده، دغه ممبر د ډاکټر لکۍ هم لرله نو چې اوس دا حال دی' نو پخوا به څۀ حال وۀ؟
د کفر د ضائع کولو دپاره. ددې الميې نه بيا بله الميه دا راپېدا شوه' چې دغه د کفر نه خالي کړی شوی ځای د مختلفو قامونو او ملکونو محققانو ډکول شروع کړل او ما چې لکه وړاندې اووې چې دغه ټولو خلکو سره د پښتنو ډغرې جنګونه او دوښمنۍ پاتې وې' نو ډېره په ګرانه يې؛ چرته د پښتنو په حق کې څۀ د خېر خبره اوتې ده. کوم يو لوی شمېر د محققانو چې موږ ورته مشتشرقين وايو او زموږ د تاريخ په هکله ډېر معتبر نومونه شمېرلى شي؛ د هغوى همدا حال دی' بلکې يوه بله خبره هم پکې شامله ده او هغه دا چې د شپاړلسمې صدۍ نه پس چې په يورپ کې کومه نشاة ثانيه راغله او بېشماره علومو بې پناه ترقي وکړه او ددغه ترقۍ په زور باندې مغرب په مشرق باندې د هر قسم يلغار وکړو او کامياب هم شول؛ ځکه چې مشرقي اقوام خاص طور سره هغه اقوام چې مسلمانان په دغه وخت د جهالت په تيرو کې ګرفتار وو، د عياشو او خپلو کې د بې مقصده جګړو نه علاوه بل څۀ کار نۀ وو، د مغرب د هر قسمه بالادستۍ د لاندې راغلل يا به دا ووايو چې يورپ عالمي فاتح او مشرق مفتوح شو. نو ورو ورو په دغه مغربي قومونو کې د برترۍ يو داسې احساس پېدا شو' چې کۀ وړوکی وۀ، کۀ لوی وۀ، عالم وۀ، کۀ جاهل وۀ، د قلم خاوند وۀ، کۀ د تورې! د هغه په نظر کې مشرق صرف د جاهلانو بېغیرتو، بزدلانو احمقانو او وحشيانو په طور مشهور شو' نو په دغه دور کې چې کومو مشتشرقينو د مشرق باره کې څۀ هم ليکلى دي' د خپلې برترۍ او د مشرق د کمترۍ د يو احساس لاندې يې ليکلى او دا تاثر يې پېدا کړی دی' چې مشرق د همېشه راهسې کمتر او کمتر دی او کمتر به وي او يورپ د هېمشه راهسې برتر وۀ او برتر به وي او په دې بنياد د حکمرانۍ حق صرف د يورپ خلکو ته حاصل دی' نو هغوي چې تاريخ ليکي' نو د برترۍ د يو احساس د لاندې ليکي او ددې خبرې د ثابتولو کوشش کوي' چې په مشرق کې صرف جاهلان او بې کاره، بې علمه خلک اوسېږي؛ په دغه زمره کې پښتانۀ هم اچولې شوې دي' بلکي يوه دانه زيات بغض او عناد ورسره پالي ځکه چې پښتانۀ تر اخره پورې د مغربي سامراج سره جنګيدلي دي او هېچرې يې هم په صحيح توګه منلې نۀ دي.
ددې ټولو وجوهاتو له کبله د پښتنو تاريخ اول خو شته نه او کۀ څۀ شته هم نو هغه د نورو بيانونه دي يا به داسې ووايو چې د پښتنو مثال د هغه کس په شان دی' چې د خپل يادداشت نه محروم وي او صرف هغه کوي؛ کوم چې نور پرې باندې کوي. همدغه وجه ده چې د پښتنو تاريخ د دوو عقيدو د پرچار نه علاوه نور هيڅ نۀ دی، دوه نظريې د وړاندې نه جوړې شوې دي' بلکې دا به ووايو چې پښتنو له په خولۀ کې ورکړې شوې دي او ورپسې چې څۀ هم ليکلې شوې دي؛ هغه ددغې دوو نظريو د تبليغ نه علاوه نور هېڅ نۀ دي چې چاته څۀ مات ګوډ او ړوند دليل په ګوتو ورغلی دی هغه يې د خپلې عقيدې دپاره استعمال کړی دی' حالانکه ما وړاندې ويلې دي' چې د تاريخ په صفحه باندې بني اسرايل او آريا دواړه د پښتنو نه په سوؤنو بلکه زرګونو کاله کشران دي' بلکه دغه دواړه شاخونه پخپله د پښتنو د سرچينې نه اوتې دي او دا هسې بې دليله دعوى نۀ ده بلکه ما په خپل کتاب "د پښتنو اصل نسل او نسليات" کې په پخو دلایلو ثابت کړې هم ده' خو دې خبرې له به بيا راځو او ددغه دواړو اختلافي او متضاد نظريو جاج اخلو.
خبره زړه ده او بار بار په تاريخي نوشتو کې راغلې هم ده خو بغېر ددغه بنيادى خبرې يا واقعې نه حقيقت ته رسېدل هم ګران دي. دا خبره د هغه وخت نه شروع کېږى چې د جهانګير په دربار کې يو ايرانى سفير د پښتنو په باره کې ډېر غلط وغږيدو او مغل دربار کې پرې ډېرې چېچکې پورته شوې؛ ځکه چې ايرانيان او مغل دواړه د پښتنو دښمنان پاتې شوى وو او د صدو صدو تربګنى ترمينځه وه؛ خو په دغه دربار کې چې کوم څو تنه پښتانۀ ناست وو؛ هغوي د شرمه خولې خولې شول چې مشر يې خان جهان لودي وۀ او پکې مهابت خان، هيبت خان کاکړ او د پښتنو نور مشران شامل وو. چې دوۍ دربار نه واپس راغلل نو په خپلو کې سره جرګه شول چې اخر مونږ پورې به تر کومې خلک دا ټوقې مسخرې کوي او د نامعلومو نيکونو اولاد به راته وایې بيا په جمع يې نعمت الله هروي نومې سړی افغانستان ته ولېږلو او هغۀ د افغانستان نه هغه مشهوره کیسه او شجره راوړه چې د بنى اسرايلي عقيدې او نظريې بنياد دی' د کمال هنرمندي خو په دې عقيده کې دا ده' چې اول خو يې پښتانۀ بني اسرايل کړې دي او ټول مقدس پېغمبران يې ورله نيکونه کړې دي؛ خو بيا يې خيال کړی دی' چې لږه نوره ګوړه پکې اچول پکار دى' چې حلوا نوره هم خوږه شي' نو بيا يې د هغې بنى اسرائيلو نه يو کس د قېس عبدالرشيد نومې د اسلامى نبوت په دور کې عربو ته لېږلی دی، د خالد بن وليد لور يې ورته په نکاح کړې ده او دوېمې مقدسې سلسلې بنو اسماعيل سره يې هم ورله پېوند ورکړے دی، داسې پښتانۀ د دنيا هغه واحد قوم دی' چې بنى اسرايل هم دې او بنو اسماعيل هم دي او تقريباً ټول پېغمبران يې په نيکونو کې شامل دى. اوس دا هيچا ته معلومه نۀ ده چې په افغانستان کې هغه کومه داسې لائبرېرى وه چې دا ټولې شجرې پکې د الف نه تر يې پورې محفوظې پرتې وې؟
ددې کيسې مطابق د بني اسرائيلو لس قبيلې د يرشلم د تباهۍ په وخت ورکې شوى دى' دېخوا راغلې وې بيا چې اسلام راغللو' نو خالد بن وليد په دوى پسې جواب راولېږلو د قيس په مشرۍ کې يوه جرګه لاړه هلته يې زبردستې کارنامې اوکړې حضور صلى الله عليه واله وسلم ورله د بطان نوم ورکړو د قيس په ځای عبدالرشيد نوم يې ورله کېښود؛ خالد بن وليد لور ورته په نکاح کړه او دا ټول پښتانۀ د هم هغه قيس عبدالرشيد او د خالد بن وليد د لور اولاد دى چې دوۍ د دريو زامنو غرغشت، سړبڼ او بيټ نه خوارۀ شوى دي، هسې خو دا نظريه ډېره جوړ په جوړ لګولې شوې ده' خو ټول جوړونه يې سست او غلط دي اول خو دا چې ټول تورات لټ په لټ واړوې؛ نه خو د سلېمان وزيران آصف برخيا او ارميا په نوم شته، نۀ په ټول تورات کې د "افغنه " نوم شته او نۀ د بني اسرائيلو لس ورکې قبيلې دېخوا راغلې دي او بيا د قيس کیسه په اسلامى تاريخ کې هيچرته نشته حالانکه د اسلامي دور ټول واقعات په تاريخ کې ريکارډ دى. حتى کۀ د حضور صلى الله علېه واله وسلم د خولې هر ګفت هم د احاديثو په شکل کې محفوظ دي. د خالد بن وليد تاريخ هم په ريکاډ دی او هغه ټول وفود او جرګې هم ټولې بيان شوى دى چې په دغه وخت کې راغلې او تلې دي؛ د ټولو نه غټه خبره پکې د بطان د نوم ده بطان د باطن او بط نه اوتی دی او د کشتۍ سينې ته وایې، د بطې نومې مارغۀ د نوم وجه هم دا ده وایې چې حضور صلى الله علېه واله وسلم د ډېرې بهادرۍ په وجه قيس له دا خطاب ورکړی وۀ حالانکې کشتۍ سيند او د کشتۍ سينه د عربو او پښتنو دواړو دپاره يو ناليدلی څيز وۀ. د حضور صلى الله علېه واله وسلم غوندې فصيح و بليغ انسان نه دا توقع هډو کېدی نۀ شي' چې هغه دې چا له داسې خطاب ورکړې چې نۀ يې هغه پېژني او نۀ يې اورېدونکي او قيس چې کله تللو' نو د څلوېښتو (بعضې اوياو) نورو مشرانو سره د وفد په شکل کې تلی وۀ' خو يقيناً د خپلو قبيلو يا خېلونو مشران به وو، چې پښتانۀ صرف د قېس اولاد دی' نو د هغه نورو څلوېښتو يا اوياؤ مشرانو يا قبيلو اولاد څۀ شو؟
Pashto Times
Pashto articles
Pashtoon
Articles

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.