Skip to main content

Wazir Muhammad Akbar khan

وزیر محمد اکبر خان!

 وزیر اکبرخان د انګریز خلاف د لومړې جنګ په ګټلو د نړۍ تاریخ د تل د پاره بدل کړ، ۱۸۴۲ ز کال کې د شاه شجاع غلام حکومت او د انګریز زرګونه پوځیان یې داسې وځپل چې نړۍ هېښه کړه، د انګریز امپراتورۍ ولړزیده او نړۍ له ستر ښکیلاکه مخ په وتو شوه.
وزیر اکبر خان تنکی ځوان و چې د جمرود جګړه ۱۸۳۷ یې وګټله، سیکان یې مات کړل، پیښور یې ونیو. دې نامتو وزیر انګریز وزیر مختار مکناټن مردار کړ، هغه مکناټن چې د انګریز د یرغل د یپلماتیکي رېښې یې په کابل کې غځولي وي، ۲۹ کلن وزیر اکبر خان نن د ګران وطن په تندي نه لویدونکی لمر دی، مټکور دابة الارګ لیوني  پیړۍ وروسته د همدې میړني غازي پنوم مډال د یرغل په سینه لیلام کړی دی. 
نن مټکوردابة الارګ لیوني د غازي مډال د مکناټن په سینه و ټومبه، د ځوان غازي روح یې نارامه کړ.


همدا د تاریخ بدرنګه تکرار دی!  ۔ کاپی
Wazir akbar khan
Pashto Times
Pashtun history

Comments