Skip to main content

Who are Arya or Aryian

آريه Ārya

آريه ، ويدي ادبياتو کې ډېر  ياد شوے نوم دے چې د  دريو لوړو  طبقو ، برهمن ، کشتريه  او (يا) ويشيا يادونه پکې شوې ده  ۔ د برهمنو تعلياماتو کې  آريه " ويش " بلل شوي دي  ۔  دآسه  او سودره  دواړه د آريه دشمنانان ښودل شوي دي ۔ ځنې وخت داسې برېښي چې د آريه نوم  يوازې ويشيا ټبر ته محدود شوے وي ولې چې  برهمن او کشتريه ځانله  ځانګړو نومونو سره ياديږي خو دا استعمال ټوليزه نه ښکاري ولې چې اريه بيا بله مانا ورکوي ۔ د شودراريو جمله  خاصکر ډېره مشکوکه ده خو داسې ښکاري چې په دې کې سودره او آريه ته اشاره شوې وي  ولې چې د مهاوراته دستورې په موقعه د سودره او آريه ترمينځه جنګ د برهمنو ټاټيريه کې  د برهمنو او سودره ترمينځه ياد شوے دے مګر سوترا کې دا جنګ د ويشيا او سودره ترمينځه بلل شوے  دے ۔

د آريه ( آريا يا آري ) نوم  په ټوليزه توګه د آريه طبقو (ويشها) ، نوم ( نامان ) ټبر ( وڼره ) ، اوسېدو (دامان ) او بيا ورسره په زمکه د آرياو د بالادستۍ ( وراته) دپاره د اسم صفت په توګه کارول شوے دے ۔ د آرين دشمن ( وړتيه ) دآسه نه سربيره نورهم ياد کړے شوي دي  ولې چې د آريا ترمينځه  د جنګونو ډېرې حوالې موجود دي ۔ د دې نه داسې برېښي چې د ريګويد زمانه کې  د آرياو سماج د بومي خلکو د فتح کولو نه ورتير شوي وو او پرمختللي پړاو ته رسيدلے وو۔ د ريګويد ورستنو ادبياتو کې ټول  جنګونه د آرياو ترمينځه ښودل شوي دي خو په دې خبره کې شک نشته چې دغه وخت آريه او دآسه سره زغم شوي وو او  د يو سماج بڼه يې خپله کړې وه ۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

پورته ليکنه د سنسکرت انګلس ريګويدي نومونو تشريحاتو  ډکشنرۍ څخه اخستل شوې ده چې ۱۹۱۲ کې چاپ شوې ده او په ۲۰۰۷ کې مائيکروسافت په ډيجيټل لايبريرۍ اچولې ده ۔ دا ليکنه  د آريه  د دريو لوړو سماجي طبقو ذکر کوي چې ورسره د آريه او دآسه ترمينځه جنګونه او ورسره د آريه خپل مينځي  جنګونه هم ښاي ۔ د ريګويد زمانه کې که آريه د ځاي خلکو خلاف جنګونه کول نو څنګ په څنګ به يې خپلو کې هم نښتې کولې ۔ په وروستو زمانه کې بيا ټول جنګونه د آريه ترمينځه ښودل شوي دي ولې چې بيا دغه وخت ځاي خلک آريه سماج کې مرج شوي وو او ټول سماج يوه بڼه خپله کړې وه ۔


Comments