Skip to main content

Why Swabi is called Swabi

صوابې ته صوابې ولې وائي ؟

د صوابې زوړ نوم ،سمه ،وو د تاريخي حوالو نه ثابتېږي چې دلته په صوابې کښې ،سمه ،خاندان ، 2452 ق م، کښې حکومت کړې وو . دغه راز پښتانه د غرئيزې سيمې په نسبت اوارې سيمې ته ،سمه ،وائي د ګډون خلک اوس هم د صوابۍ ميداني سيمو ته سمه وائي . منشي ګوپال داس د صوابۍ په اړه وائي چې ځنې خلک صوابې ته سهابي هم وائي . دغه راز کله چې دلته ،سمه خاندان آباد وو  نو په هغه وخت کښې به دلته د ستورو عبادت کېدو چې په عربې کښې هغه خلکو ته ،صابي، وائلې شي پدغه نسبت دې سیمې ته ،صوابي، وائل شوې. ېو سيمه ايز رواېت هم شته چې دلته دوه ورونړه وو د ېو صواب خان نوم وو او دبل منير خان صوابې او مانيرې پدغه نومونو ېاد شوي. جميل ايسپزئې وائي چې صوابې په اصل کښې ، سوها ،او ،بهو، نه جوړ دې سوها ېو عام بوټې دې چې سنسکرت کښې ورته دا نوم وائي او ،بهو ،په سنسکرت کښې ،مېدان ،ته وائي د وخت سره د ،سوهابهو ،نه ،سوابې ،جوړ شو.  خېر الحکيم حکيم وائي چې پښتو کښې ،ص، ټکې نشته دا نوم په سين ،سوابې، ده سېوا په سنسکرت کښې ،عبادت ،ته وائي او ب ،ی، ب ا،د اوبو د ځائې معنا ورکوي  لکه ،بېلاروس ، ګونټنامو بې، ناروې ، بمبې، نو د سوابې معنا شوه د عبادت او اوبو ځائې . فېصل فاران وائي چې دا هم ،سوابې ،ټکې دې سو په سنسکرت کښې ،روڼ، او ابې ،اوبو، ته وائي چې د وخت سره ترې صوابې جوړه شوه د صوابې نه چاپېره د اباسین رڼې اوبه دي . 

(( د صوابې تاريخ . ډاکټر بشری خاتون ))

Pashto Times

History of Pashtuns
Hustory of Swabi

Comments