د ايسپزو ويیپانګه:
#چنه = د کور شا ديوال سره جوخته نرۍ لاره يا کوڅه (دې مانا کې سوابۍ کې دود)، د پټيو، غوږو منځ کې تنګه لار (بونيريان )
#چنه: بيا د هاغه يخ يا پرښې پر ماناو هم اخلو کوم چې سختې يخنۍ کې کنګل په څېر واورين اکر کې وي.
#ټيپ = د ديوال ميينولو په پار د خټې يا سيمټو تپنه، پلستر
#بآړۍ = کور سره جوخته د کر کروندې ځمکه زياتره ترې څه شپول يا باړ هم تاؤ وي، باغيچه.
#شنډک = توجه، پام ګرځونه، اهميت؛ دا ويی مندڼو کې دودتيا لري. کارنګ: "هغه زما په خبرې هډو څه شنډک نه راوړې". (لکه ورته هېڅ اهميت نه ورکوي)
#کړتې = بېځايه ګڼېدل. لکه: هڅې بېڅه مه کړتېږه.
#وټک = ګټه، ګټه پورته کول؛ لکه "سهار چې وځم نو څه نه څه وټک وشي"
#ګزګمبډ = dismiss
#تينګړه = اردو (بھنگڑا)
#تينګلۍ = چې دويمه ګوته او غټه ګوته يوځای کړي او بيا لکه د راښکلي تاندي دويمه ګوته خوشې کړی شي، دغه ته تينګلۍ ويل شي.
#چونډئ = pinch
#سوباړی = لوړ، سوټی.
#سوتاکی = whistle
#ګنډېر = خوراک زهر کول، خبره تريخول، له آره ګنډېر يو بوټی چې زښت تريخ دی. موږ وايو؛ "هسې ډوډۍ دې راباندې ګنډېر کړه".
#جاج (ايسفزي) = سن گن (اردو) = inkling = لک په پټه د چا خبرې اورېدل
موخه:
ايسپزو قامي لوبه مخه چې اوسمهال صوابۍ، مردان، کوز بونير، جوړ بونير، بلياڼۍ تورغر کې ژوندۍ ده. دغه لوبه د ايسپزو لپاره د اتڼ بديل دی، دا لوبه يوازې د خوښالۍ ښکارندو نه، بلکې د جنګي او بدني روزنې يوه وسيله هم ده.
دې لوبه کې د ليندې او غشي پر کارونې، چغرزو کې پر تهري ناټ تهري ټوپک موخه ويشتی شي. لوبه د کلو کلو يا تپو ترمنځ جوړېږي، يوې لوبه کې دوه ډلې لوبېږي، هره ډله يو پاچا، يو وزير او اته پاخه ويشتونکي درلودي.
د لوبې اړوند نومونې (ټرمېنالوژۍ) چې نورو ډګرو کې هم کارونې لري:-
#بوتکی = د خښتو، يا ګټو جوړ يو څلورګوټيز برج (pillar).
#دری = بوتکي پر سړۍ جوړه شوې يوه خانه چې پکې اغښتی شوې مټه خټه پرته وي.
· مخه، موخه = د دري اغښتی شوې خټې د يو پيړ مخ په شکل له هر غوزاره وړاندې جوړېږي، غاړې پيسکې ورته توږلیېږي چې مخ ښه مهين (پلين) او ښايسته وي.
#ټکۍ = د مخې يا موخې منځ کې ښکيل يو کون (cone) شکل لرونکی ورکوټی موږی، همدا آر هدف، ټارګټ وي.
#کواړه = له ټکۍ نه چاپېرېدونکې د ربړ يا څرمنې يو دايروي جوله (سټرکچر). چې کله ټکۍ پر منځ ولګي نو غشی دا کواړه له ځان سره راتمبوي، دې ته کواړه راويستل وايي، او له همدې چې څوک خپله موخه په بشپړ ډول ترلاسه کړي نو ويل شي چې کواړه يې راوېسته.
#ډک = هغه بريد چې له کومه لوبغاړی لينده باندې کړي او غشی پرېږدي= Reference point
#توبری = د غشي سر چې له وسپنې پېيدلی يو سوکېدار کون شکل لرونکې جوله.
#مخه ويی بيا وخت سره سره مردان او ځينې نورو کلو کې د موخه بڼه اخېستې، چې کره ژبې کې بيا له مخې يې لاندېنی مانيز توپير هم راميداني شوی.
#مخه = front, faced
#موخه = target, aim, goal
#ټک = sting = لکه د مار، لړم له ټک نه ځان ژغورئ.
#ټک = click = لکه دغه بټنې له ټک ورکه/ورکړه.
#ټک = striking = ګوزار. لکه : پام کوه دغه ماشوم له ټک ورنکړې.
#ټکلاستی = پټسترګی، چې په هر چا ورځي او ګوزار کوي.
· ټک = point = په لوبه کې پواينټ، لکه : پېښور له مردانه پر دوؤ ټکونو وړاندې دی.
#ريښه = اصل، جړه، بنياد، بنسټ، آره، کونسټه
#ريښه ايسفزي ګړدود کې تار لپاره هم کارېږي، ولې چې تار د زړوکي (کپړې) بنسټي توک وي، ورسره سره د چيړړې په مانا کې هم کارېږي، خو له آره دواړه بېل مانيز دي.
· لکه موږ وايو :-
زړوکي مې ريښې شوې = تار تار شوې، ورستې شوې.
دغه کپړې نه يو ريښه وشلوه. (چيړړه)
ښکاري داسې چې د رېښې دا دويمه مانا (اصل، بنياد) له همدې کښلی شوې.
#چيړړه :- د زړوکي هغه ټوټه چې پسور (پلنو، سور) يې يو څو بسرکي او اوږده وي، ناچارنده (بېکاره) وي، ورته چيړړه ويل شي.
#تيګړی :- درستخوان، د لوښو تړونی، د ډوډو تړونی، د زړوکي څلورګوټيزه ټوټه.
#تړونی :- هغه زړوکی يا بل څه شی چې څه تړلو له کارېږي.
#پړونی :- د ښځو هاغه څادر چې سر نه تر پښو پرې ځان پټوي.
#چيل :- د مندڼ سيمې ځانګړی پړونی.
#جول :- د واښو پلاسټیکي يا د کپړې تړونی.
#بڅری ،بڅرکی :- ذره، د څه څيز کوچنۍ ترينه ټوټه، معمولي.
د ونې سره اړوند بېلابېل برخې او د هغو د بېلابېل پېرونو نومونه!
#بوټی = پودے = plant
#ونه = پیڑ، درخت = tree = لکه : د ښونې، نښتر، توت ونې.
#ډکی = shrub = له ونې وړوکی وي، لکه د غوړاسکي ډکی.
#جړړه = root
#ځېله = root hair
ځېله، ځېلۍ = بيل (اردو) = لکه د انګورو ځېله.
#مونډ = د ونې، ډکي د تنې وېښ، چې ايله له ځمکې سر څخه يي.
تنه، #سټه = stem, trunk
#پړچ = چهال (اردو)= bark = د ونې، بوټي پر تنه پوستکی.
#څانګه = bough = د ډکي تنې نه نيغ راوتی ښاخ.
#خرانډه = branch = ذيلي ښاخ، له څانګې وتی ښاخ. ( صوابۍ، مردان، کوز بونير کې دود)
#تړړه = د نښتر تنکۍ څانګې(چغرزو، کابلګرام نه تر پورن، بټګرام اؤ تورغر کې دود)
#غوړګی = تنکی نښتر (چغرزو، کابلګرام نه تر پورن، بټګرام اؤ تورغر کې دود)
#ښانګی = ډکي کې هغهv شانته سټرکچر چې کوم ځای څانګه له تنې راوځي،
· ښانګی = غليل (اردو) = catapult (صوابۍ کې عام دی).
#سړۍ = top of the tree = د ونې سر ته ويل شي.
#لښته = تنکۍ څانګه = Twig
#بمبل = د جوارو، نرو او نور داسې بوټو پر سر چې کوم دانې دار پاڼې غونده وي.
#ډانډی = stalk = هغه نرۍ ښاخه چې ورسره ګل يا کلۍ يا ميوه نښتي وي.
#ټانټه = د جوارو تنه = Maize plant's stem
#چوکه = wicker =چابکۍ لښته، چې له يو سر نيولې تر بل سره تاوېدی شي.
#چوکې تړل = د تماکو بټي کې پخولو لپاره چې پاڼې د يوې لښتې سره تړل کېږي، ورته چوکې تړل ويل شي.(صوابۍ، بفه، سواړۍ، چمله)
#چوکه = د شيخ ملي بابا د ويش د مېچ يو يوون. لکه: دغه کلی زر چوکې دی.
#بينچ ، #تير = beam (صوابۍ، مردان، خدوخيل بونير، چمله)
· برګه، چالۍ =
#تاړۍ = پهٹی، پٹھا (اردو) = shingle
#دړه ، دړې = د بلولو لپاره په تبر چولي شوي چونډي.
#چونډی = چولو لپاره چې تنه وړې وړې ټوټو کې اره شي، نو هرې ټوټې ته چونډی ويل شي.
#توتنکی = د ډکي چولو وخت کې چې کوم بسرکي (وړې ټوټې) الوزي.
#لاړی ، لاړي = هغه غونډ نري لرګي چې لګښت کمولو اړوند د کوټې د چت لپاسه د تاړيو پرځای کېښودی شي.
#دګ ، دګونه = لرګي چولو وخت کې د لرګو لاندې کېښودی شوی چونډی يا دړه.
دګ، دګونه = غره کې ښکته پورته ځايونو کې واړه واړه ميدانږي.
#سوټ ، #کوتک ، #لوړ = داسې يو غونډ لرګی، چې ګوتې ترې چاپېرېږي او اوږدوالی يې د يو عام انسان له دنګوالي سېوا نه وي.
#ډانګ = د سوټ او کوتک نه په اوږدو کې سېوا وي.
#ډانکا = کھمبا (اردو) = electric pole
#کانګړۍ = له چوکو جوړه شوې ټوکرۍ = basket made of wickers.
#خرپ = cut = لکه ما ونې غوڅولو نه وړاندې پکې خرپ وکړ، ما مڼه ټنګرې کوله نو لاس کې مې خرپ وشو.
#اړم = busy = د لګيا هممانيزه ويی. لکه : زه اړم/ لګيا يم ليکم.
اړم = ټيک (اردو) = shore = لکه دغه ستنې ته اړم ورکړه.
#رګ ریښه = نسل = descent = لکه : پښتانه په رګ ريښه اريايي دي.
#ټنګره = تکړه = د ځينې ميوو تکړو ته ټنګره ويل شي، لکه : د مڼې ټنګره.
#ټنګرې کول، پرې کول = ميوه ټنګرې کولو ته ويل شي.
#پاړۍ = هغه ميوې چې پرې لري، هرې پرې ته پاړۍ وايو، لکه : د مالټې پاړۍ، د خټکي پاړۍ.
#ډکره = د کبانو او نور ځينو څيزونو ټوټو ته ډکره ويل شي. لکه : ما د کب دوه ډکرې وخورلې.
· دفتر = د خان اعظم خان ګجو بيزادخيل ايسفزي په بولئ (امر) چې شيخ ملي بابا د خاخي قبايلو کوم ويش کړی، د دفتر پر نوم يادېږي. همدغې دفتر ارکبله د ټولو ايسفزو او خاخي قبايلو شجرې تر دې دمه بې اړنګه داسې خوندي، چې څوک هم پر دروغو خپله ريښه له يوسفزو سره نشي تړلی. دويم همدې پر بنسټه د ايسفزو د ځمکو ملکيتي ريکارډ اوډلی شوی.
پس له دې چې خاني د بهاکو خان خدوخيل کورنۍ ته راستونه شوه، دغه دفتر له همدې کورنۍ څخه و.
د والي دفتر هم پر دغه دفتر څکولی (drawn up, erect) شوی و.
#خاوره = soil
· خاوره = رقبہ (اردو) = area = د شيخ ملي دفتر کې هم پر دې مانا کارېدلی.
#سړيه = د شيخ ملي د غرونو د کچ مېچ يو يوون. (چغرزو، کابلګرام نه تر دوه سرې، پورن اؤ تورغر کې دغه مېچ اوس هم پېژندوی دی)
#ړک = حرکت = movement
#اړک = لټ، په خپله خبره نښتی، ضدي = stubborn
#پاڼۍ = چغرزو او بونير کې د "ځل" د بديل په توګه کارېږي. لکه : زه دوه پاڼۍ دراغلم.
#پېره = د "ځل" مانا کې کارېږي، لکه : زه دوه پېرې راغلم. (دې مانؤو کې صوابۍ کې ډېر دود دی)
#پېره = turn, number = لکه : اوس ستا پېره د = Now it's your turn
· پېره = پھیرا (اردو) = perambulation = لکه :ما څو پېرې وکړې خو هغه کور کې نه و.
#کروتي وېښتان = curly hair
#ګنګوسې = Rumours
#څوپه = د غوا، مېخې غوشايه = Dung
#څوپياکه = د بلولو لپاره په ځانګړي ډول اوچه شوې څوپه.
#ټټنګ = داسې حالت چې انسان هم اړمن هم ويره کې وي.
#ستانه = کوټه = room (صوابۍ کې ډېر دود دی)
#برېښ = د درد يو ډول چې د څپې (لهر) په شکل وجود کې تاوېږي = Twitch of pain
#ژوره = اوبو کې يو ډول ژوی چې بدن پورې نښلي او وينه څکي = Leech
#اکوړ = غزان = walnut صوابۍ، مردان ځينې کلو کې دا ويی ډېر دود دی.
#غوندې = ورته = similar لکه زموږ کلی ستاسو د کلي غوندې دی.
#پنډوس = بال ball
#پړسوب = سوجن (اردو) = swelling
#ترپک ، ترپکې = ټوپونه = jumping
#پويه = د اس يا خر تيز تر ټولو تېز ځغل ته وايي = Galloping
#سترنجک = د اس يا خر يو ډول ځغل، چې پکې ټوپونه غوندې وهي.
#ګاړ ، کاړ = بجري (اردو) = gravel
#سوتاکی = شپيلی = whistle
#انډر = هغه غويی چې ټکېدلی نه وي = هغه چا ته کارېږي چې هر وخت يې ماغزو کې ښځه وي = lustful
#برېدل = تاوېدل = rotatin
#نچه = Straw
#نچه کول = څه څيز په ځانګړي توګه لوټ يا څه ارزښتناکه پاڼه راغونډ نغښتل او سمبالول.
موږ کره ژبه کې رغول، جوړول، بڼل، تيارول، سازول نژدې يوې مانا کې کاروو، ولې ايسفزي ګړدود کې له دې ټولو وييونو کارونه ځانګړي ځايونه او مهالونه لري.
#جوړول :- تر ټولو زيات کارېدونکی ويی، چې ګڼ اړخيز کارونه لري.
لکه : کور جوړول، جال جوړول، ترتيب جوړول
کابو ټول پښتانه يې کاروي.
#تیارول :- ځانګړې کارونه :- #انګلی (سالن) تيارول (نور هممانيز وييونه دلته سم نه برېښي، داسې هم سم راځي انګلی پخول).
#رغ، #رغول :- دا ويی ان د «جوړ، جوړول» په ډول د بديل په توګه کارېږي.
لکه : کور رغول، ګاډی رغول
دير، سوات، مردان، چارسده او ځينې نورو ځايونو کې ولسي دی.
#بڼل :- دا ويی په ځانګړي ډول د کپړو رغول او نور داسې جوړښتونو کې کارېږي، چې د جال شکل لري.
لکه: د کبانو جال بڼل، له ميزرو کټ بڼل، کپړا بڼل، جولا (غڼی) جال بڼي.
صوابۍ، مردان، شانګله، سوات، دير، مومند، چارسده، پېښور بونير کې هم پورتنيو ځايونو کې کارېږي.
#غړول ، اغښتل :- له «لوخې، دروژې يا سرغشو» نه #وندنی يا پړی غړول يا اغښتل. (دلته جوړول نه کارېږي.)
دا ويی زياتره صوابۍ کې دود دی، څه نه څه نورو سيمو کې هم کارېږي.
#ساز ، سازول :- د «جوړ، جوړول» بديل په توګه کارېږي.
لکه : کور سازول،
يواځې چارسده او خوا و شا کې د مردان او پېښور ځينې کلو کې ولسي دی.
همداسې زموږ ګړدود کې د "اوډل" ويی کارونه يوازې يو څو |ځايونو او مهالونو| پورې تړلې شوې. لکه : بړستنې اوډل (دلته بړستن جوړول يا بڼل ناسم بلل کېږي). بلې خوا کره بڼه کې «اوډل = ترتيب ورکول» په مانا کارېږي .ترتيب ورکولو لپاره بيا زموږ ګړدود کې #پړئ ويی دود دی. لکه : خښتې پړئ کول.
#اوچاړ = بالښت يا تولايي يا برسټن ته اغوستونکې کڅوړه.
#تيګړی/ ريښه = د کپړې، ټوکي ټوټه.
#بېوکره = بد خويه، بد اصله.
· بېمخی = لحاظ نه لرونکی.
#غوږی = د غره په لمنه يا راغه کې کوشني پټيږي.
#ؤت = ديوال يا شپول کې سوری.
#واله = پټو منځ کې د اوبو لښتی.
#وږۍ = د اوبو واله کې نری اوت.
#کوته /کوتۍ = وړوکی شان سوری.
#سمڅه = غار
#پچونی = ورکوټی، وړوکی شان
#باتريا = اوتر کس
· اوتې بوتې = ګډېوډې
#چړ = د بيلچې لاستی
#چړ = د اوبو بهاؤ = flow
· چړ = چڼي (طالبان) چې کومه وظيفه ټولوي (راغونډوي).
چړ = ځړوبی = water fall
#چينګ / چينګه (ښځينه) = بې حيا، د مشر کشر لحاظ نه لرونکی.
#خچه /خچۍ ګوته = د لاس تر ټولو وړه ګوته.
#چينګه خوله/ #ويته خوله = وازه خوله لکه بې ياره مددګاره، مرستې پر غوښته.
هره ټولنه کې خپل چاپيريال اړوندي څيزونو پر هکله غټه وييپانګه وي، څنګ چې اربي کې اوښ او د هغه بېلابېل ډولونو او حالتونو لپاره سلو خوا و شا وييونه شته، همداسې پښتانه غرسني شاليد ارکبله د غره او غره سره اړوند څيزونو لکه کاڼو وغيره بېلابېلو حالتونو په اړه پراخه وييپانګه لري.
نن زما موخه هم د دغې وييپانګې لږ ډېر سپړاوی او د ځينو وييونو کارونه او آر ماناوې روڼول دي.
دې لړ کې دې روڼ وي، چې دا ځينې وييونو توپير عامي کارونه کې زياتره خلک نه کړي او يو ويی بل ځای هم کاروي، خو چې د دغو وييونه بېلابېل ځايونو کې کارونې او ترلاسېدلې جاج ژور پام کې ونيول شي نو دا توپير لکه نمر څرګندېږي.
ګاړ، کاړ، ګيټۍ = بجري، کنکر = gravel
#کاڼی = هغه ګټه چې ګوتو کې نيول کېدای شي، يا د ليندې پاټي کې راځي. لکه: موږ وايو د فلاني پښتورګي کې کاڼی دی، داسې څوک هم نه وايي چې پکې ډبره يا ګټه ده.
ياد لرئ چې #کاڼی ويی نور جاجونه او ماناوې هم ورکوي لکه موږ وايو د زمرد کاڼی دلته کاڼی= mineral مانا ورکوي. دغه شان کاڼی او ګټه ځينې ګړدودونو کې د ګټې هر کچې (size) او بڼې (shape) ته عامي وينا کې ويل شي.
#ګټه ، ډبره، تيږه = هغه ګټه چې سالم مټي کې يا په دواړو لاسو پورته کېدای شي.
لکه دغه ګټه پورته کړئ.
#ګټ ، غربټ، پرښه، کمر، ګيټۍ، کمبر، ډبرۍ، تړ= rock = هغه ګټه چې يو څو کسان يې هم نشي ړکولی. پر خپل ځای پخه پراته وي. (ګيټۍ ويی دير کې مې اورېدلی)
#غرګی = د سيند غونډ اوږد کاڼی چې لنګرۍ د ټکوني په توګه هم کارېږي.
#چيپرکی = هغه کاڼی چې مهين ، سپک او دوه غاړيز(two dimensional) وي ياني پيړوالی(thickness) يې بېخي نه وي.
لکه موږ وايو دغه ديوال کې ګټو منځ کې چيپرکي ورکړه، چې ګټې ړک ړوک نکړي.
#تامبيړ (ګدون)، تامبيل (بونير)، تړه (دير)، ګړنګ (دير) = cliff = غره کې نيغه ولاړه پرښه چې پر څلورو ورته ختل هم ناشوني وي

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.