یوسفزئي که ايسپزئي ؟
د ګجو خان لښکرې راغلې
تورې جنډې ئې د پشتين اغيستي دينا .
دا قبیله د پښتنو د شجرو په ډله کښې د سړبني ډلې لاندې په خاخښي خېلو کښې راځي چې ،ترکانړي ،ګګېاني ، هم ورسره پدغه څپ کښې شمار دي د اوسني مالومو شجرو په بنسټ د ېو پلارنې لاندې ترکانړي د ايسپزو ناسکه رونړه دي .
چې دا ستا د نامې بوئي اخلي حميده !
څه به نه وي خوش دماغه غوري خخښي.
ايسپزئي د پښتنو په ټبرونو کښې ډېره ستره قبيله ده په اوس وخت کښې د غزني قندهار ننګرهار نه رواخله تر د مردان صوابې بونېر سوات ملاکنډ دير باجوړ او د پښتونخوا په نورو ډېرو سيمو کښې خواره واره دي .د پښتنو چې څومره هم ټبرونه دي نو د تاريخ او شمېر په بنسټ پکښې دا ستر ټبر دې د زمانو نه تراوسه پورې پکښې ډېر ستر ستر خلک باچان او پوهان پېدا شوي چې خپلې خاورې او قام ته ئې ډېر څه کړي په اوس وخت کښې هم پدې قبیله کښې ډېر ستر ليکوال پوهاند خلک دي چې د قبيلوي کرکو نه پرته د پښتنو د قامي یووالي او قامي تاريخي شاليد په اړه ډېر علمي او فکري زېار کوي .
بهادر شاه ظفر کاکاخېل پخپل کتاب ( پښتانه د تاریخ په رڼا )کښې ددې قبېلې د نوم د تاريخي شاليد په اړه ليکي ! د سکندر سره چې کم قبائل جنګېدلي هغه ، اسپاسي ، ګوري ،او ،اساکيني ، په نامه ېاد شوي . د سکندر مقابله اول د ،اسپاسي ،قبيلې سره شوې داسې مالوميږي چې دا خلک دکنړ او باجوړ په سيمه مېشت وو د دوئې سيمه يونانېانو د ،اريګائن ، په نامه ېاده کړې چې د کاکا خېل صېب او د اولف کېرو ترمخه دا ښار په اوسني وخت کښې د باجوړ د ،ناواګې ، په سيمه کښې وو . په ،اسپاسي ،کښې ېو جز ،اسپا ، د اوستائي ژبې تورې دې چې معنا ئې ،اس ،ده په سنسکرت کښې ،اس ،ته ،اسوا ،وائل کېږي . د اسپاسي معنا شوه د اسونو خاوندان د اسونو پالونکي . سعد الله جان برق د اس په اړه وائي چې د اس موندلو سره د انسانانو ژوند ډېر تېز او آسان شو اس لکه د ،اور ،پشان اهميت درلود آسونه ډېرو خلکو ساتلي چې اساک خلک ېاد شوي پښتانه هم ددغه اساکو د ټبرونو نه ېو ټبر وو چې په ساکا اساکين هم ېاد شوي . جميل ايسپزئې ، اساک د سېتهين ټبر بولي خو برق صېب وائي داسې نه ده ساکان ډېر ټبرونه وو سېتيهن او ساکا هم ددغه لاندې وو . کاکا خېل صېب وائي چې ددې قېاس نه دا څرګندېږي چې ،اسپاسيانو ،به ېو داسې ژبه وائله چې د باختري ژبې سره به ئې نزدې رېښه وه او دا ژبه هم پښتو وه . اسپاسيان د ګندهارا په پوله د قطب په لور پراته وو . هېروډوټس د زرکسيز د پوځونو په اړه وائي چې ګندهاريان په جامه وسله کښې د باخترېانو پشان وو ددې نه مونږ دا قېاس کولې شو چې د ،اسپاسيانو ، جامې او وسلې به هم د ګندهارېانو او باخترېانو پشان وې د ېو بل نه په هرڅه کښې تر د تمدن پورې اغېزمن وو نو چې د ګندهارېانو ژبه پښتو وه او ېقينا چې پښتو وه نو د اسپاسېانو ژبه هم پښتو شوه او نسلا لکه د نورو ګندهارېانو پشان پښتانه وو . چې دا قېاس سم دې نو دا وائل به غېر موزون نه وي چې ،اسپاسي ،هغه خلک وو چې نن سبا ورته يوسفزئي ايسپزئي وائي . د اسپاسي او يوسفزئي ترمنځ د ،فقه اللغت ترمخه مطابقت کېدې شي د اسپاسي تورې ېو بل يوناني مؤرخ ،سټرابو ،هم ،هپاسي ،، Heppasii ،،په شکل کښې ضبط کړې دې .ددې بدلون نه مالوميږي چې د ،اسپاسي ،دا تورې په اصل کښې څه بل څه وو لکه يونانېانو د خپلې لهجې مطابق ،اسپاسي ،وايلې کېدې شي چې دا تورې په اصل کښې ،اسپ سي ېا اسپ زي وي ،س، او، ز ،په آرېائي ژبو کښې د ېوبل په ځائې کارول شي لکه څنګه چې په پښتو کښې، ژ ،ج ،ز، د ېو بل په ځائې کارول شي . پدې وجه ،اسپ سي ېا اسپ زي ېو تورې شو . دا هم احتمال شته چې د سکندر په وخت کښې دا قبيله په ،اسپازي ،موسومه وه او يونانېانو به پخپله لهجه کښې د اسپازي په ځائې اسپاسي ليکلې وي. په اسپا کښې الف حرف علت دې نو ممکن ده چې دا د وخت سره د استمال نه وتلې وي او ،اسپ زي ،پاتي شوې وي په پښتو الف با کښې ف نشته او ددې په ځائې پ وائل شي په عام استمال کښې نن هم يوسفزئي ته اسپ زي او ايسپ زي وائل شي . ايسپ په يوسف ډېر روستو په اوولسمه پېړۍ کښې چې کله د پښتنو شجرې په ليک کښې راوستل شوې بدل شوې او داد اسرائليت د نظرئې زېر اثر شوې نن ورځ ټول پښتانه او پخپله دا قبيله هم ځانته ،ايسپ زئي ،وائي او يوسفزئي تش په کتابونو کښې ليکل شي صرف تعليم ېافته خلک ئې د خپلې کتابي مطالعې په رڼا کښې ،يوسفزئي ،ليکي دا خبره جوته ده چې د سکندر د وخت ،اسپاسي ،هم هغه خلک دي چې د شجره نويسو له خوا روستو په ،يوسفزو ،مشهور کړې شوي . د يوسفزو خپل قامي رواېات دا وائي چې دوئي خپلې موجوده علاقې ته د قندهار نه راغلي خو دا هسې زباني رواېات او افواه ګانې دي پدې بنا ممکنه ده چې ايسپزئي قبائل د سکندر په وخت کښې د کنړ او باجوړ په علاقه مېشته وو او ېو وخت به ئې ددې ځاېه هجرت کړې وو او بېا واپس هم خپلې علاقې ته راغلي. کاکاخېل صېب زېاتوي چې ايسپزئي ، مندړ ، اتمان خېل ، غورېا خېل هم د دغه بره قبيلو اخلاف دي دا خلک به په قديمه زمانه کښې هم په باجوړ کنړ کښې اوسېدل او په قلاره قلاره به پدې علاقو کښې غزېدلي وي البته دا ممکنه ده چې چې پدوئي کښې ځنې قبائل به واقعي دې سيمو ته په ډېرې روستې زمانه کښې د مهاجرينو په شکل کښې راغلي وي لکه مومند چې څنګه د غرئيزو سيمو نه سمې پلو رورو کوچېدلي دي دغه راز د دله زاکو سره د ايسپزو د جګړو مشخص تاريخ نه دې مالوم شائد چې دا جګړې پينځه سوه کاله نه هم ډېرې پخوا شوي دغه رواېات سينه په سينه رانقل شوي او بېا ئې روستو تاريخي حېثيت موندلې دغه راز د الغ بېګ په دلبار کښې د ايسپزو د مشرانو په ېو ځل وژنه هم د مبالغې ښکار ښکاري . د خاخښي خېلو غورېا خېلو د مهاجرت واقعاتو ته خو نه پدې موجوده شکل کښې د تاريخي شهادت نه کمه مرسته ميلاوېږي او نه پدې شکل کښې ددې د پېښېدو امکان شته هم پدې بنا دا واقعات د مبالغو نه خالي نه دي او ددې اشکالاتو باعث هم دا شجرې دي.
ليک مولانا خانزېب ...

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.