دبائبل مقدس له رويه ابراهيم ع دار ښار نه راوتې و چرته چې دغه زمانه کښې د " کسديانو /کاسيانو /کلدايانو "باچاهي وه نو يو حواله کښې ابراهيم ع د "ار" سلطنت دريم شاهي ټبرسره تړل شي دکوم ټبرشاهانو چې به خپل پرستش راکولو ددې ټبر يو کتبه چې څلورزره کاله لرغونې ده باندې د "ابى رامو" نامه ليک ده دانامه ويلو کښې ابراهيم ته ورته ده خو
بله دوېمــه حواله د"لارسه" ښآر کتبه ده دازياته باوري ده دسمير دسلطنت يوشميرشاهي ټبرې تېرې شوي چې يو پأچا پکښې " نرعداد يا مرعداد "نوميږي ددې پاچا پلازمينه لارسه ښار و خو دې پاچا په" ار" ښارکښې يوه ودانۍ ديادګارپه توګه جوړه کړې او باندې ئې ليکلي چې داوداني نرعداد پاچا ديو باغي" ناعيدشمش" دوباسلو خوشالئ کښې جوړه کړې ناعيد شمش سميري ژبه کښې د لمرنه منونکي ته وائي
ددې نه اندازه کيږي څې ناعيدشمش په 2141نه 2125ق م د"ار"نه ليږدن کړې او دادومره منلې شخصيت و چې پاچانرعداد ئې دښاره وباسلو خوشۍ کښې يادګاري وداني رغ کړې وه
قران پاک کښې نمرود نوم نشته البته بائبل زړه لوظنامه کتاب پيدائش کښې دانامه راغلې هلته نه زموږ اسلامي مفسيرينو مچ پرمچ کېښنولې او دانامه ئې راغستې اګرکه د سميرأو بابل پاچايانو کښې ديو هم دانامه نشته البته داوسني موصل ښارنه دويشت ميله لرې يوځائې نمرود ياديږي چرته چې " اشوربني پال "درالحکومت او ماڼۍ سازه کړې وه همدغه نه يهودوانو د نمرود نامه خپلو افسانو کښې شامله کړې
يعني احتمالا نرعداد هغه پاچادې چې نمرود ياديږي داځکه چې يو خو دابراهم مطلب برهم نه منونکې دې اوبرهما يا برهمن دلمردوېمه نامه اوس هم هندي ديومالا کښې ده او لارسه کتبه کښې هم باغي کس ناعيد شمش ته دلمرنه منونکي ويل شوي دي
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.