Skip to main content

Afghanistan flag issue.

ملی بیرغ
ملی هويت
ملی عزت
حکومتونه ځي راځي ، تنظیمونه او ګوندونه هم ځي راځي خو په یو ملت او وطن کې ځينې داسې تلپاتې اعتقادي او ملي ارزښتونه وي چې پر هغو باندې د ټولو ملت ټولیز توافق او اجماع موجوده وي، هغه که هر ګوند او ډله واک او ځواک ته رسېږي ، نه یوازې د دې ارزښتونو د تغیر هڅه نه کوي ، بلکې د هغو د پاللو او ځلولو لپاره هم هلې ځلې کوي، په افغانستان کې اسلامیت چې د اسلام جوهر دی او افغانیت چې د افغان جوهر دی ، دا دواړه زموږ اعتقادي او ملي ارزښتونه دي ، پالنه او ځلونه یې د هر مسلمان افغان مسولیت او مکلفیت دی، د تاریخ په اوږدو کې چې هر فرد او سیاسي ډلې دې ارزښتونو ته په سپکه کتلي او یا یې په دې دوو کې یو له پامه غورځولی ، هغوی سپک شوي او د تاریخ له یوې درنې څپېړې سره مخامخ شوي دي.په دې تېرو شلو کلونو او په تېره بیا د محبوب ولسمشر غني د حکومت په بهیر کې چې د قدرت پر سر د طالبانو او د حکومتي پوځونو تر منځ جنګ روان و ، د ټولو هیله دا وه چې دواړه خواوې باید لږ تر لږه پر دیني او ملي منل شویو ارزښتونو توافق ولري او هغو ته ستونزې پېښې نه کړي ، خو اوس چې ګورو د طالبانو د تحریک له لوري چې کومې سیمې ونیول شوې له ټولو نیول سیمو څخه د افغانستان ملي بېرغ را کښته شو او پر ځای یې د طالبانو د اسلامي تحریک یا اسلامي امارت بیرغ پورته شو.اکثره خلکو فکر کاوه چې طالبان په ګرمه وینه دي کله چې یې کابل ونیو دې ارزښت ته به پام وکړي او سیاسي رهبري به یې د ملي بیرغ د راکوزولو مخه ونیسي خو داسې و نه شول او خبره ان د ارګ تر بیرغه هم ورسېدله.دلته غواړم په لنډیز سره د طالبانو د تحریک مشرتابه ته څو ټکي بیان کړم چې سر له همدا اوسه ورته پام وکړي او دنه پاملرنې په حالت کې یې زیان ټول ولس او په تېره بیا د طالبانو تحریک ته متوجه دی:
۱- د افغانستان ملي بیرغ هم ملي دی او هم تر ټولو اسلامي دی. ملي ځکه دی چې هر رنګ یې د خپلې زمانې د حالاتو او زموږ د پلرونو د تورو څرګندونه کوي ، که دې بل اړخ ته یې واړوې ، نو د رنګونو له مخې اسلامي ځکه دی چې د اسلام په ټولو غزواتو کې له تور ، سپین او شین رنګونو زیاته ګټه پورته شوې ، نو له دې اړخه له درې برخو څخه یې دوه برخې له اسلامي رنګونو رغېدلې دي او د اسلام په ښکلې کلمه هم مزین شوی دی. د دې تر څنګ زموږ ملي بیرغ په ملي نښان هم ښکلی شوی ، چې دا نښان بیا په خپل ذات کې د اسلامي اعتقاداتو له جوهرونو رغېدلی منبر لري محراب لري مسجد لري مناره لري او (الله اکبر ) یې هم په سر کې لیکل شوی دی.د هېڅ اسلامي هېواد په بیرغ کې د دین دومره کیفیت نه دی تمثیل شوی ، نو بیا ولې له دې بیرغه ګټه نه پورته کېږي چې پر ځای یې بل بیرغ ته ترجیح ورکول کېږي؟
۲- د طالبانو د تحریک او یا د اسلامي امارت بیرغ هم اسلامي دی هم یې رنګ اسلامي دی او هم په کلمې مبارکې ښکلی شوی، خو ملي نه دی او د دیني ارزښتونو د اعتقادي ریاضي له مخې هم ترې زمونږ د ملي بیرغ ضریبونه زیاتېږي.
۳- د طالبانو اسلامي تحریک کولای شي خپل دا بیرغ لکه د نورو تنظیمونو د بیرغ په شان د یو تنظیمي بیرغ په توګه وکاروي او د ملي بیرغ تر څنګ یې وکاروي خو هېڅکله یې باید د ملي بیرغ عوض نه کړي او نه یې د هغه د تضعیف وسیله کړي.
۴-طالبان تر اوسه پورې یوازې نازک مذهبي مشروعیت لري چې هغه یې هم د تورې او برچې په زور تر لاسه کړی دی، له دوئ څخه د یو زیات شمېر افغانانو د ملاتړ یو علت همدا و چې دوئ له ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وو ، او دوئ اساسي سیاسي مخالفین سخت ملت ضد عناصر وو، نو که دوئ د ملي بیرغ په مقابل کې همدې ډول چلند ته دوام ورکړي، نو د یو زیات شمېر هغو افغانانو له ژورې کرکې خفګان او غبرګون سره به مخ شي چې ملي بیرغ سره مینه یې رګونو ته ورننوتې او د ملي احساس یوه اساسي برخه یې جوړوي.
۵- اسلامي امارت یو ځل بیا د نړیوال مشروعیت له بحران سره مخ دی، د هېواد ملي بیرغ ټولې دنیا په رسمیت پېژندلی دا به هغوی ته یوه ښه پلمه شي چې دا ډول یو حکومت چې له خپل بیرغ او تاریخ سره ستونزه لري نو موږ سره به څه ډول نرمښت او تفاهم وکړي نو ښه ده چې هېڅ ورسره اړیکي و نه ساتو او په چورلټ ډول یې له رسمییت پېژندنې څخه تېر شو.
۶-دلته مخکې نورو واکمنو ډلو پخوا هم د ملي دیني او تاریخي هویت د مسخه کولو هڅې کړي دي خو په پای کې له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي. د کرزي او غني په تېرو واکمنیو کې افغان ضد او اسلام ضد عناصرو هڅه وکړه چې د هویت په تذکره کې د دین او ملت شتون له منځه یوسي او په دې ډول په تذکره کې د (اسلام )او (افغان) کلمو د لیکلو مخه ډب کړي خو شعوري ملتپالو او اسلامپالو افغانانو یې پر ضد پراخ لاریونونه وکړل او د تصویب شوي قانون بیا سمون ته یې لاره اواره کړه نو د طالبانو د تحریک مشرتابه باید دې ملي نزاکتونو او حساسیتونو متوجه وي داسې نه چې د ملت له یوه مخالف موج سره ځان مخامخ کړي. ۷-همدا نن او سبا کې طالبان مجبور دي تر هغه پورې چې خپل نوی اساسي قانون جوړوي له نړېوالو سره د تعامل او د ورځنیو چارو د پرمخیون په خاطر په موقت ډول یا د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د وخت یا د سردار محمد داود خان د وخت او یا هم د اوسني تېر جمهوریت پر همدې نوي اساسي قانون ډډه ولګوي په دې ټولو کې خو همدا درې رنګه بیرغ منل شوی او تصویب شوی دی.
۸-موږ د طالبانو له مشرتابه څخه په ډېر جدیت او صمیت هیله کوو چې د ملي بیرغ په برخه کې مو پر پالیسۍ له سره غور وکړئ همدا ملي بیرغ چې په حقیقت کې تر ټولو اسلامي بیرغ هم دی، تایید کړئ ویې ځلوئ او ویې رپوئ ، د ځان پر خلاف بله جبهه مه خلاصوئ عجیبه خبره خو دا ده چې طالبان خپل مخالفین لکه تورن اسمعیل خان او نور ، چې د دوی ورسره د سوونو مړو حساب او کتاب پاتې و ، هغه یې ټول په غېږ کې ونیول خو خپل ملي بیرغ په غېږ کې نه نیسی
۹-طالبانو ګورئ تېروتنه ونه کړئ خدای مه کړه چې ستاسې مخالفین او لنډغر چې کلونه کلونه یې د همدې ملي بیرغ د مسخه کولو لپاره هلې ځلې کړي د همدې بیرغ ساتنه پلمه کړي ستاسو او د ولس تر منځ تضاد پیدا کړي او بیا وروسته دې بیرغ ته هم شا کړي او خپل بیرغ ته مخه.
۱۰- وروستۍ خبره می همدا ده چې څو ورځې نور هم طالبانو انتظار کوو، چې دوی په هېواد کې داستقرار او امنیت جوګه شي تر هغه به وروسته د طالبانو مشرتابه ته ورځو دلیل او منطق به ورسره وایو او د دوی په اصطلاح د شریعت په رڼا کې به خپل ملي هویت ګټو، ټول ملتپال او اسلامپال افغانان دې د داعيې د ګټلو لپاره یو ځل بیا سره متخد شي.

ملی بیرغ دې رپانده وې
زنده باد افغانستان

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso