Ameer khan yousafxai
د نن نه سل کاله وړاندې چې کله غازی امان الله خان د یورپ د شپږو میاشتو د سفر نه بیرته افغانستان ته لاړو نو لویه جرګه یې راوغوښتله او خپل اولس ته یې په ډاګه کړه چې نړئ بدله شوې د دې سره سم تلل د وخت ضرورت دی .
امان الله خان ته د اروپه سفر دا هم وښودله چې تر کومې د یو وطن ښځې تعلیم یافته شوې نه وي نو هغلته پرمختګ نه راځي .
کله چې دا خبر جنوب ته د ننګرښار ملایانو ته ورسیدو او شمال ته د تاجکو نو هغوي د افغانستان د هغې وخت په عسکرو حملې پیل کړئ او لومړۍ اولسوالئ یې د ننګرښار د شینوارو سقوط کړه .
او د جلال اباد په لور روان شو .
دغې ملایانو یولس شرائيط غازی امان الله خان ته ولیږل چې یا به دا منې او یا جنګ ته تیار شه
هغه شراط دا وو.
۱؛. خپلې ښځې ثوریا ته طلاق ورکړه
۲؛.ترزئ قبیله د افغانستان نه وباسه بې د محمد ترزی نه ځکه چې هغه د ثوریا پلار دی او ځندانی یې کړه
۳؛.د ښځو ټول ښونځي ( سکولونه) زر تر زره بند کړه
۴؛،هغه افغانۍ نجونه بیرته افغانستان ته راوغوړه کومې چې ترکی ته تا تعلیم له لیږلي
۵؛. د تمامې نړئ سفارتونه بند کړه بې د برتانیې د سفارت نه
۶؛.نوی جوړ کړي قوانین تمام ختم کړه
۷؛. ټیکسونه ختم کړه
۸؛.هغه قانون ختم کړه په کوم کې چې د ښځو لپاره بورقه نشته
۹؛.د ښځو لپاره د بورقې قانون واپس نافذ کړه
۱۰؛.شریعت نافذ کړه
۱۱؛. ملایانو په دولت کې په لوړو چوکو کینوه .
دا دې د ملا سل کلنه لاس ته راوړنې
مونږ د جمهوریت د تیرو شلو کلونو لاس ته په راوړنو باندې بحث کې آزاد یو خو د مولا په اړه بیخي ګنګس یو یا ویریږو او یا د مولا د انبیاؤ وارثان بولو او د هغوي د وطن او د وطن د سپیځلو میاندو خویندو سره په دوښمنۍ ځکه ګوته نه شو وچتولې چې ګناه ګار به شو .
سل کاله تیر شو د نړئ جغرافیه بدله شوه سائنس او ټیکنالوجي د زمکې نه په کروړونو کلومیتره لرې سیارچو ته ورسیدله ، او پښتون هغسې د مولا او د جدیدیت تر مینځ ځوړند دی.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.