Skip to main content

بیکسی

نۀ مې څوک و، نۀ مې پۀ کار شول
د بې کسۍ کاغذ پۀ جېب کې ګرځـــومه

پۀ فلسفه کې یې (اېنډویچویالیزم) بولي. یانې د تنهایۍ او بې کسۍ وروستی حد!
استاد الفت لیکي:
مېله وه، بې شمېره خلک راغلي وو، زما پر اوږه چا لاس کېښود، ویې پوښتلم، الفته یوازې یې؟
ما وویل، هو!
پۀ زړۀ کې مې ( ټک ) وشو، ته وګوره، چې بنیادم د زرګونو خلکو پۀ منځ کې هم ځان ته ( تنها ) ویلی شي.

چې ټول ملګري درنه لمن راونغاړي، د دې تنهایۍ شدت به دې د یوې بې پایانه سارا وګړی کړي.

کۀ زموږ ورځې راغلې، وعده ده، چې داسې به نۀ کوم!

Comments