Skip to main content

د سایل صیب اختصاص

دسائل صېب اختصاص
فیصل فاران

دسائل صېب يو اختصاص داهم دې چې اول ځل ئې واقعي معنو کې پښتونوې شاعرۍکې مزاحمت او غم عاشقي داسې يو کړې غم جانان اوغم دوران يوبل سره يو کول سومره رياضت او فکري مشقت غواړي ددې اندازه د فېض احمد فېض نظم" محبوب سې "نه کيدې شي چې کله دمحبوب دحسن خبره کوي نو دکمال شاعري وي خو چې د طبقاتى تضاد ته راشي نو وچ سپور ستغ کلک بيان شروع کړي دا عمل د فېض دټوله شاعري کې دولختګي پيدا کوي ځکه به خپله ترقي پسندو وئيل چې فېض نظريې سره ټهګي ټهوري کوي غالبا ترقي پسندو کې ساحرلدهيانوي لمړې شاعر ٶ چې غم دوران او غم جانان ئې يو کړاو دولختګي ئې نظم کې نشته نظم تاج محل او پرچهائيان هغه کافر نظمونه دي چې ماغوندې منکر پرې هم اعتراض نشي کولې پښتو نظم کې اجمل خټک غم دوران په زبردست شعري پيرايه کې وړاندې کړې خو غم جانان سره دپيوستون کوشش هغه هم نه دې کړې بلکه هغه دادواړه ديوبل مخالف مني وائي البته پښتو غزل کې که انديش شمس القمر دصنعتي غميزې کرب د عاشقۍ غم سره په امتزاج وړاندې کړې او وائي ـــ
چې يارته ګل هم د دوکان دګل فروشه ليږي ـ ځار ددې دور دمئينو له روزګاره شمه
نو بلخوا سائل صېب طبقاتي تضاد مزاحمت او عشق داسې پيوند او پيوست کړي چې مثال نلري لکه
ستاسپورې زلفې زما وچې شونډې
ددې وطن د غريبۍ نخښې دي
دسائل صېب ددې اختصاص وجه شايد داوي چې هغه يو خو خواري کښ مزدور و بلخوا فوک لور سره دهغه دلچسپي چې هلته هرمضمون وموضوع شته بل دساحر لدهيانوي سره دهغه مينه دې دريواړو عواملو دهغه شعري وجدان صيقل کړو او پښتو شاعري کې ئې دامهم پړاو ترسره کړو کنه دسائل نه وړاندې خو مترقى شاعرانو به واده نه مخکې محبوب ته طلاق ورکولو ايوب صابر نظم مجبوبې بس دې مينه ډيره وشوه او دقلندرمومند نظم مورته ددې بچکانه رويې چې دوئي ورته نظرياتي ايفائيت وائي غوره مثالونه دي اګرکه دا دوئي دانشورانو دې ته نه کتل چې مارکس لينن او ماٶ کاسترو او چي هم عشقونه او ودونه کړې و نو دنظريې دپاره عشق نه کول يا دا معشوقه ساتل خلاف نظريه ګرځول د دانشورانه بې عقلي انتهااوشدت پسندانه عمل دې
دلته هم موږ ته واضحه شي چې کوم تخليقکاران د پردو مرکزونو نه نظرياتي هدايت نامو اغستلو په ځائې خپلې خاورې او اولس سره نېغ په نېغه ربط وضبط لري داسې فنکارانه لکه درحمت شاه سائل خپل بصيرت باندى اعتماد کې نه دهوکه کيږي تاسو وګورئ چې همدغه زمانه کې مترقي شاعرانو چې ماسکو او بيجنګ برانډ و دوي په ويت نام صوماليه او ليکل کول خو دپښتنې سيمې په يو واقعه به دوئي نظم نه وي ليکلې دا هغه بې بصارتي ده چې ديو نظريې ړوند تقليد نه راوځي ددوئي مقابل د سائل غوندې شاعر هميش دخپلې خاورې موضوعات نظم کړي او دې نه شعري الهام اخلي چې دائې دسوچه او حساس شاعرکيده نخښه ده

Comments