تاریخ د بیلابیلو زاویو نه رابرسیره کول د یو محقق له پاره بنیادي خبره د پښتو اکثر تیر تاریخونه د مذهب، روحانیت، عقیدی، سیاست، قبیله پرستۍ، داستانونو، روایاتو، شاعرۍ په بنیاد لیکل شوي بس چې د چا لاس کې قلم وو د خپلی خوښې تاریخ یې لیکلے دے اوس وخت دی لړ کې بلها پرمختګ شوې دی جامد او پرسوده روایاتو وخت اوس نه دی غیر جانبداره تاریخ لیکل د یو مورخ قامي فرض دي.
که وګورو نو په ټولنه کې د حیثیت اوچتولو له پاره ډېر کتابونه د دروغو نه ډک دي.
پښتنې قبیلې په مثل د لاس د ګوتو دي دوي په شریکه د حالاتو جبرونه، د زمانی بوجونه اوچت کړي دي. په دې لړ کې هغه خلک چې پښتانه نه ګڼل کیږي هم شامل وو لکه ګجر، کسب ګر، سادات، او نور.. دوي ټولو په شریکه د خپلی جغرافیی په سر ننګونه کړي.
ډېر خلک د باتور نامې کیسې په خاص قبیلو پسی تړي چې په تاریخي ، اخلاقي ، منطقي اعتبار سره د افسانو نه زیات حیثیت نه لري.
مینه او مننه
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.