لوستل یی درس درکوي !!!
کیسه کا وایی یو فقیر سړي چي زړه مور، ښځه او اولادونه ور غاړې وو او د یو بډایی ښځي په کور کي یی د خادم په حیث داسي وظیفه کوله چي تر ده بل هیچا ښه کار نه کاوو او خپل کار ته ډیر مخلص او ژمن وو.. یو ورځ داسي راغله چي کار ته را نغي ، بډایی ښځي د سوچ وروسته دده تنخوا (معاش) لږ څه لوړ کړ ویی انګیرله چي د معاش لوړتیا به سړي دیته مجبوره کړي چي هر وخت کار ته حاضر شي او غیری حاضري ونکړي،
په سبا چي راغي ښځي ورته وویل ستا معاش می یو دینار لوړ کړ،
سړي هیڅ و نه ویل او پخپل کار اخته شو،
په سبا ورځ سړي بیا غیر حاضر شو ، دا وار نو ښځه سخته غصه شوه، پریکړه یی وکړه تر څو دده زیات شوي دینار بیرته را کم کړي ، په بل ورځ چي نوکر راغي پرته له دي چي د خپل کم شوي دینار پوښتنه وکړي په کاریی پیل وکړ، د نوکر دي کار بډایی میرمن په تعجب کي کړه سمدستي یی نوکر را وغوښت ورته کړه یی ویل :
معاش دی زیات شو هیځ دی ونه ویل بیا می کم کړه بیا دی هم هیڅ ونه ویل ؟
نوکر ورته ویل : په اوله ورځ چي می غیر حاضري وکړه په هغه ورځ راته الله ماشوم راکړ او چي خبر شوم معاش می یو دینار زیات شو نو و می انګیرله چي دا یو دینار ددی ماشوم مقرر شوي رزق وو چي له ځانه سره یی راوړ،
هر چي په بله ورځ می غیر حاضري وکړه په هغه ورځ مي مور وفات شوي ،چي خبر شوم دینار معاش را نه کم شوي فکر مي وکړه دا مي د مور رزق وو چي د تګ سره یی دا هم لاړ...
سبحان الله څومره ښکلي دي هغه روحونه چي قناعت کوي او خوښي او رضایت ښکاره کوي په هغه څه چي د رحمن ذات لخوا ورته مقرر شوي وي،
#ژباړه ـ له عربي لیکئ نه !
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.