Skip to main content

Mula hassan akhund. Pashto blog

ملا محمدحسن اخوند ښه کواليفائيډ سړی دی ډاکټر اشرف غني يواځې ډاکټريټ ډګري لرله او په پرمختګ او د رنځورو هيوادونو په بيا رغونه او پرمختګ ته چمتو کولو کې ئی لس شل کاله تجربه لرله
محمدحسن اخوند د بودها د مجسمې د نړولو هم فتوا ورکړې وه او هم ئی په خپله نګرانی کې نړولی وه تر دی بل غټ کواليفيکشن غواړئ؟
اشرف غني چرګ نه شو حلالولی، بلکه چيرته ئی چرګوټې هم نه و حلال کړی، ملا مامدحسن اخوند تر شپيتو زيات کفار افغانان د خپلو سترګو وړاندې په خپل شرعي حکم حلال کړي وو، تر دی غټ کواليفيکشن غواړئ؟ اشرف غني چيرته په کابل کې ډز نه دی کړی مامدحسن اخوند د ملګرو ملتو د ترهګرو په نوملړ/ لیسټ کې ښه پورته مقام لري صرف دا خپل وزيرداخله سراج الهک هکاني ترينه پورته دی او پينځه مليونه ډالره انعام په سر لري، په اشرف غني څلور آنې انعام نشته
تاسو نور له خدايه څه غواړئ؟ هيپت الله د عالم برزخ څخه د ملا مامدحسن اخوند نوم مولوي جنرل پيز اخوند ته وليږلو او ورته ئی ووئيل چې د ملا برادر څخه ځان ساتئ او هغه ستانکزي ته بيخي عهده مه ورکوئ ځکه چې هغه هلدي رام سره پخوانی يارانه لري او هلدي رام سره د ښو تعلقاتو باجه ږغوي نو هلدي رام هم يخ شو او هغه ستانکزی هم بهر شو

Comments