فساد
یو سړی ډاکټر ته لاړ. د معاینې پر وخت د پلټنې یو مامور را ننووت او له ډاکټره یې اسناد وغوښتل.
ډاکټر وارخطا شو، مامور یې گوښې ته کړ، پیسې یې په لاس کې ورکړې او ویې ویل: زه اصلي ډاکټر نه یم، ته دا پیسې واخله او له دې ځایه لاړ شه.
د پلټنې مامور پیسې واخیستې او روان شو.
سړي مامور له لاسه ونیوه او اعتراض یې وکړ؛ مامور وویل: زه هم اصلي پلټونکی نه یم، هسې پیسو اخیستلو ته راغلی وم، خو که ته غواړې، د ناروغ په صفت له ډاکټره شکایت کولی شې.
سړی موسک شو او ویې ویل: که رښتیا ووایم زه هم ناروغ نه یم، هسې راغلی وم چې یوه نسخه واخلم او د ناروغۍ په بهانه څو ورځې دفتر ته لاړ نه شم.
ژباړه
Wagma Wardak
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.