دعا
Dua by Khan Abdu Ghani Khan Baba.
اې خدايه! عقل راکړه، اې خدايه! پوهه را
زړګى مضبوط راکړه او سينه لويه را
سترګې د لمر راکړه، رحم د ځان را
بيا ټول غمونه دې د دې جهان را
ما ته يې په سر کړه ځار درنه شمه
زه به يې وړمه، زه به يې وړمه
يار بهادر راکړه که همت نه راکوې
غيرتي ورور راکړهکه غيرت نه راکوې
د سکندر بخت را، د دارا خيال را
مټ د خالد کې، توره هلال را
اسلام دې پرېږده ما ته ځار درنه شمه
زه به يې ګټمه، زه به يې ګټمه
د شپې خېمه کې، د عشق شراب را
پاک مل د لارې، لکه ګلاب را
د سپوږمۍ نور راکړه، لوبو کولو له
د بوډۍ ټال راکړه، جوټو وهلو له
جهان دې پرېږده، ځار درنه شمه
جنت به يې کړمه، جنت به يې کړمه
________________________
غنی بابا
لټون _ مخ:- ۷۷۷,۷۷۸
د غني خان بابا دعا نظم
Dua Nazam By Ghani Khan.
Lyrics Of Dua by Ghani Khan.
Ghani Khan Pashto Poetry. A Khudia Aqal Raka A Khudya Poha Ka. Zargay Mazboth Raka Aw Seena Loya Raka. By Khan Abdul Ghani Khan Baba from his book Latoon. Collection of Ghani Khan Pashto Poetry Book Latoon.
Pashto Times.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.